په وزیرستان کې د ډرون برید ۱۷ مشکوکه وسله وال وژلي

پاکستاني چارواکي وايي چې برید په میران شاه کې په یوه کور باندې شوی دی.

پاکستان په شمالي وزیرستان کې د مشکوکه امریکايي بې پيلوټه الوتکو برید غندلی دی. په دغه برید کې چې د چهارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میران شاه په ښار کې وشو ۱۷ مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي دي چې ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بریدونه ګټه نه کوي او دغه بریدونه د بشري حقونو نه سرغړونه ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ بې پیلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان د میران شاه په ښار کې مارکیټ ته نږدې په یوه کور باندې څلور توغندي ویشتلي دي. دغه چارواکي وايي چې داسي معلومیږي چې د دغه برید هدف د القاعدې سره تړلې ډلې، د حقاني د شبکې، وسله وال و.

د هغه مهال نه چې نواز شریف د پاکستان د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی، دغه په سیمې کې د بې پیلوټه الوتکو دوهم برید دی.

تیره عیسوي میاشت، په شمالي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکې برید وشو. د برید نه ورسته د پاکستان صدراعظم نوازشریف په پاکستان کې د امریکا سفیر احضار کړ او د برید په اړه یې ورته احتجاج وکړ.

د پاکستان صدراعظم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي چې دغه ډول بریدونه د پاکستان په ملي حاکمیت تیری دی.