جان کیري په اردن کښې د سوریایي مهاجرینو کمپ وکوت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي نړیواله ټولنه باید چې په سوریه کښې روانه کورنۍ جګړه پای ته ورسوي تر څو هغه تقریباً دوه میلونه سوریایان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي چې د جګړو له وجې ګاونډیو هیوادونو ته کډه شویدي. ښاغلي کیري په اردن کښې د خپل سفر په دوران کښې پدې هیواد کښې د مهاجرینو یوه کمپ ته هم ورغلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جوده دواړه د سوریې سرحد سره نږدې د مهاجرنیو د ظاتاري کمپ ته ورغلي وو چې د مهاجرنیو د ژوندانه چارې پخپلو سترګو وګوري. دا کمپ چې پخوا تش ډاګ ؤ او اوس د یوه ښار بڼه غوره کړیده، تقریباً یو لک او شل زره خلک پکښې ژوند کوي.

په کمپ کښې پراته کډوال او د خیریه مؤسسو کارکونکي وایي چې په سوریه کښې د بشارالاسد د طرفداره ځواکونو لخوا د پوځي کامیابیو له وجې دلته د خلکو په فکر او سوچ کښې هم پوره بدلون راغلی دی. هغوي اوس ځانونه موقتي مهاجر نه بلکه ددې لپاره چمتوالي نیسي چې ښآیي د څو کالونو لپار به په همدې کمپونو کښې پاته شي ځکه چې د سوریې کورنۍ جګړه ورځ په ورځ زور اخلي.

په کمپ کښې مهاجرې کورنۍ اوس لګیا دي خپل کورونه یو څه پاخه جوړوي. په کمپ کښې د المغرب هیواد په مالي مرسته روغتون هم شته چې هره ورځ پکښې لس ګونه نوي ماشومان پیدا کیږي. دیرش زره دکانونه او د خوراکشي موادو پنځه سوه وړې غورفې هم شته دي چې خلک د ورځني ژوندانه مواد د همدغو مارکیټونه نه اخلي.

سره لدې چې خلک پدې کمپ کښې کوښښ کوي د ژوندانه چارې په په عادي ډول تیرې کړي، خو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د دغو خلکو د ستونزو د حل لارې دې ولټوي.

" دلته د خلکو د ژوندانه د حالت نه دا نتیجه اخیستل کیږي چې نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې ژر تر ژره دې عمل وکړي. لومړی دې د غو خلکو ته سمه پاملرنه وکړي او هم دې د اردن سره پدې برخې کښې مرسته وکړي. دویمه دا چې په سوریه کښې دې د جګړې پای ته رسولو لپاره کوښښ وکړي ځکه چې پدې کمپ کښې د شک نه پرته د خلکو وضع ډیره خرابه ده، ژوند ډیر سخت دی او پخپله اردن باندې هم ډیر بوج دی. "
په عین حال کښې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جوده وایي چې هغوي د د دغو مهاجرینو په برخې کښې د نړیوالې ټولنې زیاتو مرستو ته اړتیا لري .

" د خلکو دا خراب بشري وضعیت د هغه سیاسي او پوځي بحران له وجې ده چې ددې ځیا نه لس کیلو مټیره لیرې دننه په سوریه کښې روان دی. او زه فکر کوم چې یوازې د سیاسي حل لارې له برکته به په سوریه کښې د وینې تویدل بند شي او دا خلک به هم پدې وتوانیږي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. "


نړیواله ټولنه ددغو مهاجرینو سره په مرستو باندې هره ورځ یو میلون ډالر مصرفوي خو مهاجرین وایي چې دهغوي دا مرستې کافي ندي. هغوي د مرستندویه هیوادونو نه غواړي چې د سوریې یاغیانو ته دې وسلې ورکړي تر څو د بشارالاسد حکومت پرې رانسکور کړي.

یوې سوریایې میرمنې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره د ملاقات په وخت وویل، چې امریکا د نړۍ تر ټولو ستر قدرت لرونکی هیواد یا سوپر پاور دی او کولی شي چې یوازې په نیم ساعت کښې په سوریه کښې روان حالت بدل کړي.

یوه بل مهاجر بیا وویل ایران، روسیه او حزب الله د بشارالاسد حکومت ته بیخي ډیرې مرستې ورکوي خو نړیواله ټولنه بیا د یاغیانو سره هاغومره همکاري نکوي.

ښاغلي کیري د دغو خلکو په ځواب کښې وویل چې امریکا د سوریې د یاغیانو سره د جګړې کولو لپاره تر خپله وسس مرستې کوي خو دا یې ورته په ډاګه ونه ویل چې د امریکا دا مرستې به دهغوي سره څه ډول وي او څه وخت به هغوي ته ور ورسیږي چې په همدې خاطر د یو شمیر سوریايي مهاجرینو د ناراضایتۍ سبب هم شو.