په عراق کې ځانمرګه برید کونکي شل کسه وژلي دي

archive

د عراق د مرکزي برخې په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسه وژلي دي او په لسګونو تنه نور یې ټپیان کړي دي.

پولیس وايي چې برید ځانمرګه وو او د وجییې په ښارګوټي کې یې په یوه جومات کې د جمعې د خطبې پر مهال ځان ته انفجار ورکړ.

دا لا معلومه نه ده چې دا برید چا کړی دی خو د جولای د پیل راهیسې د عراق په بیلابیلو برخو کې د فرقه ايي جګړو له امله تر اوسه پوري ۴۵۰ کسان وژل شوي دي. سږ کال تر اوس پوري په دې هیواد کې ۲۷۰۰ کسه وژل شوي دي.