د تاجکستان نوي سلنه نفوس مسلمانان دي. بابانزرووا وایي په تاجکستان کې د بیان په ازادۍ بندیزونه به دا هیواد د اسلامي سخت دریځۍ سره مخامخ کړي.
«.. تاسې پوهیږئ چې دا ډیر بد حالت دی. موږ، ولس وایو چې په سیستم کې بدلون باید د ټاکنو له لاری رامنځ ته شي. موږ قانون ته درناوی کوو. خو ټولنه بیا د نورو هغو کسانو غوښتونکی ده چې ډیر سخت دریځه دي. نو که زموږ پرځای سخت دریځه کسان غوره کیږي، باید دولت په دې کار ملامت شي»
د روسیې له ملاتړ څخه برخمن برحاله جمهور رئیس امام علي رحمان د نونلس سوه دوه نويیم کال راهیسې د پخواني شوروي اتحاد پدې هیواد کې واکمن دی.
د هغه حکومت د سخت دریځې د مخنیوي په نیت په تاجکستان کې پر جوماتونو او مذهبي زده کړو کلک کنترول لري.
روسیه د اسلام پالو د اتحاد، ملت پالو او دیموکراتیکو ډلو په مقابل کې د امام علي رحمان د گوند ملاتړ کوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د تاجکستان د جمهوري ریاست انتخابات
لویدیځوال ارزونکي وايي اوه کاله پخوا هم په ټولټاکنو کې ریښتینی سیالي نه وه، خو اکثره تاجکان داسی ښکاري چې دا کار جدي نه گڼي.
« فکر کوم زموږ جمهور رئیس یو ښه کاندید دی، ځکه هغه ډیره تجربه لري او په ریښتیا ډیر څه یې هیواد ته ترسره کړي. زه به ورته رایه ورکړم.»
د پخواني شوروي اتحاد د له مینځه تلو په نتیجه کې د رامنځ ته شوې کورنۍ جگړې په ترڅ کې نژدی و چې د تاجکستان اقتصاد چې د پنبې په کښت او المونیمو ولاړ دی، له مینځه لاړ شي.
که څه هم چې اقتصاد یې پدې وروستیو کلونو کې مخ په ودې دی خو بیا هم تاجکستان په منځنۍ اسیا کې یو له بی وزلو هیوادونو څخه دی.