په فیلیپین کې د ژغورنې چارې اوس هم روانې دي

په فیلیپین کي د نړیوالو له خوا د ژغورني چاري پر مخ رواني دي او د مرستو رسولو کارکونکي هلي ځلي کوي چي هغو ګوښه سیمو ته ځانونه ورورسوي چي د ټایفون سمندري طوفان سختي ځپلي دي.

د برتانیې د هوایي قواوو د مرستو لومړۍ الوتکه د شنبې په ورځ ( سیبو) ته رسیدلې ده. د دغه ټاپو شمالي سیمو ته دغه طوفان زیات تاوانونه رسولي دي.

له بلي خوا د اروپایي ټولني د بشري چارو ددفتر رئیسې ( کریس تا لینا جورجیوا) ویلي دي چي د اروپایي اتحاد له خوا به د مرستو اندازه ٢٥ ملیون ډالرو ته ورسېږي.

د امریکا د ( یو ایس ایس جورج واشنگټن) د الوتکو وړونکي کښتۍ نه هلیکوپترو د جمعې په ورځ لیري پرتو او ګوښه سیمو ته د خوراکي موادو، اوبو او دارو درملو په رسولو پیل وکړ.

له بلي خوا فیلپائیني امریکایانو هم د مرستو د غوښتنو په اړه سخاوت ښودلی او مرستي را غونډوي.

دغه طوفان چي د نومبر په ٨مه یې فیلیپین وواهه څه د پاسه ٣٦٠٠ کسه یې وژلي او تقریبا نیم ملیون خلک یې بې کوره کړي دي. ویل کېږي چي د مړو شمیر به نورهم پسې زیات شي ځکه چي ډیر خلک ورک دي.

د هي یان د توپان چې د نومبر په اتمه یې د فیلیپین یو څو مرکزي ټاپوګان وځپل ، د مړو شمیر 3600 تنو ته رسېدلی دی. پردې سر بېره په سوونو زره کسان بې کوره شوي دي. رپوټونه وايي چې دمړو شمیر به تردې هم زیات شي.