د مصر حکومت: اخوان المسلمین ترهگره ډله ده

د مصر حکومت اخوان المسلمین ترهگره ډله اعلان کړه

د مصر موقت حکومت، پرون اخوان المسلمین په رسمي توگه یوه ترهگره ډله اعلان کړه او هغه یې د پولیسو په مرکزونو باندې په وژونکو بریدونو تورنه کړه.

دا نوی اقدام د پخوانی جمهور رئیس محمد مرسي له گوښه کولو وروسته د موقت حکومت له خوا چې پوځ یې پلوي کوي، د اخوان المسلمین په وړاندې سخت غبرگون په ډاگه کوي.

د روانې اونۍ په پیل کې یوې زوره ورې چاودنې د مصر د نیل دلتا د سیمې په منصور نومي ښار کې د پولیسو یوه ودانۍ سخته ولړزوله چې پکې پنځلس تنه مړه او له سلو څخه زیات ټپیان شول.

دا په داسې حال کې دي چې د مصر اخوان المسلمین د نیل د دلتا موټر بمي ځانمرگې چادونه غندلې ده او ددې برید پړه په سینا کې د دیره "انصار بیت المقدس" دلې د القاعده شبکې سره تړاو لري، په غاړه اخیستې ده.

خو د چهارشنبې په روځ د مصر موقت حکومت چې پوځ یی ملاتړ کوي، د اخوان المسلیمن پر ډلی باندې دا تور ولگاوه چې دا برید دوی کړی دی.

چارواکی وایي دا اعلان په دې معنی دی چې د مظاهرو په گډون ددې ډلی فعالیتونه نور منع دي او مقامات کولای شي هر څوک چې په یوې ترهگرې ډلې پورې مربوط وي، تورن کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

اخوان المسلیمن د ترهگرۍ ټاپه ردوي


د مصر مرستیال صدراعظم هوسام عیسی وایي: « پدې تړاو حکومت یو ځل بیا پدی ټینگار کوي چې هر ډول شرایطو کې پخوانی حالت ته بیرته تگ ناممکن دی، او مصر، دولت او خلک به هیڅکله هم د اخوان المسلمین د ډلې ترهگرۍ ته تسلیم نه شي چې جنایتونه یې د اخلاقي دیني او انساني چوکات او حد څخه اوښتي دي.»

د قاهرې یو شمیر اوسیدونکي ددې کار هرکلی کوي: «د صدراعظم دا پریکړه چې اخوان المسلمین یې یوه ترهگره ډله نومولې ده، د هیواد وروستیو پېښو ته په کتو سره سل په سلو کی پر ځای دی

بلخوا، د اخوان المسلیمن غړو پرون د ترهگرۍ ټاپه رد کړه او ټینگار یې وکړ چې د محمد مرسي د گوښه کولو پر ضد به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.