وردگ: د مخالفینو په وړاندې جلا جلا دریځ ته اړتیا ده

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالرحیم وردگ

عبدالرحیم وردگ وایي د افغانستان د حکومت مخالفین په څو ډلو ویشل شوي چې د هرې ډلې په وړاندې باید جلا چلا دریځ غوره شي.

د هغه په اند د مخالفینو یوه ډله سخت دریځ دي چې شمیر یې ډیر کم دی او په بله ډله کې هغه خلک شامل دي چې د قبیلوي ستونزو، جگړو او یا د بهرنیانو د بریدونو له امله له حکومت څخه خپه شوي دي.

ښاغلي وردگ د امریکا غږ د خبریال همایون شعیب سره په یوه ځانگړی مرکه کې دا وویل چې د مخالفینو له هرې یوې ډلې سره ځانگړي برخورد ته اړتیا ده.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د سولې کلي د پاکستان او امریکا په لاس کې ده وویل:

« پاکستان د افغانستان په سوله کې ځکه غوره رول لوبولی شي چې د افغانستان د حکومت مخالفینو په هغه هیواد کی پناه اخیستی ده او هغوی ته پټ ځایونه او د فعالیت فرصتونه برابر شوي دي.»

ښاغلی وردگ دا هم وایي چې د امریکا متحده ایالات هم کولای شي د ستر نړیوال ځواک په توگه د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د سولې په راوستلو کې گټور رول ولوبوي.

د ښاغلي وردگ لنډه پیژندنه
عمر: ٦٢

زده کړې: د پوځي اکاډمی فارغ او په
ساختماني انجینرۍ کې لیسانس

د کارتجربه: د اسلامي حزب د سياسي کمیټې رئیس او
د صدرارت په وخت د حکمتیار مرستیال

مرستیالان: عنایت الله عنایت او محمدعلي نبي زاده


د جمهوري ریاست دې کاندید ښاغلي وردگ د جمهوري ریاست د کمپاین د نورو سیالانو په هکله وویل چې اکثر یې نژدې ملگري او دوستان دي، د هغوی تر منځ توپیر نه کوي نو په همدې خاطر ممکن له هیڅ یو څخه به هم ملاتړ ونه کړي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا غږ سره د عبدالرحیم وردگ ځانگړې مرکه


د ښاغلی وردگ بشپړه مرکه دلته اوریدای شئ.