یوازې ۹۸۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي

ولسمشر براک اوباما وایي تر ۲۰۱۶ کال پورې به په افغانستان کې یواځې دومره عسکر پاتې شي چې په کابل کې د امریکا د سفارت امنیت وساتي.

ښاغلي اوباما چې د جمهوري ریاست د دویمې دورې د انتخاباتو په هلو ځلو کې یې ژمنه کړې وه چې د افغانستان نه به خپل عسکر راباسي او د امنیتي چارو مسؤلیت به په مسؤلانه شکل افغان امنیتي ځواکونو ته سپاري،‌ د واشنګټن په محلي وخت د سه شنبې په ماسپښین یې اعلان وکړ چې د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر ۹۸۰۰ تنو ته ورسیږي او د ۲۰۱۵ کاله پورې به دا شمیر ۴۹۰۰ تنو ته راټیټ شي.‌

ښاغلي‌اوباما زیاته کړه چې‌ تر ۲۱۰۶ م کاله پورې به یواځې دومره امریکایي عسکر هلته پاتې شي چې د امریکا د سفارت امنیت وساتي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۳۲ زره عسکر لري چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به یې محاربوي رول په بشپړه توګه پای ته ورسیږي او یوازې افغان امنیتي ځواکونه به روزي، سلا مشورې به ورته ورکوي او د تروریزم ضد جګړې کې به مرسته هم ورسره کوي.‌

ښاغلي اوباما د وینا په ترڅ کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو پاتې کیدل یوزاې پدې پورې اړه لري چې آیا افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کیږي او که نه.‌

اوباما وویل د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دواړو مخکښو کاندیدانو ویلي دي چې د بریالیتوب په صورت کې به د امریکا سره دا تړون لاسلیک کوي.‌

افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک کولو نه انکار کړیدی او ویلي یې و یوازې په هغه صورت کې به دا تړون لاسلیک کړي چې امریکا یې ټول شرایط ومني.‌

اوباما زیاته کړه چې د افغانستان نه زمونږ د عسکرو وتل دا معنی نلري چې مونږ به افغانستان یواځې پریږدو، بلکې د هغه هیواد سره به زمونږ اقتصادي او سیاسي مرستې روانې وي خو د افغانستان سرنوشت باید چې پخپله د افغانانو په لاس کې وي.‌

ښاغلي اوباما وویل مونږ به د تروریزم ضد جګړې کې د افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوو،‌ هغوي به روزو او سلا مشورې به ورته ورکوو خو د امنیت ساتنې مسؤلیت به د هغوي په غاړه وي.‌

اوباما به د چارشنبې په ورځ د ویسټ پواینټ په پوځي پوهنتون کې کله چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه کلنۍ وینا کوي، تمه کیږي چې د افغانستان په اړه به هم د خپلې ادارې پالیسي په تفصیل سره بیان کړي.‌

بل پلو د امریکا دریو سناتورانو جان مکین، لنډزي ګراهم او کیلي آیوټ د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړه " تاریخي اشتباه" ګڼلې ده او وایي دا ډول پریکړې نشي کولای چې په مسؤلانه توګه جګړی پای ته ورسوي.‌

دوي وایي دا ډول پریکړې دښمن زړه ور کوي ، د سیمې هیوادونه او په افغانستان کې زمونږ ملګري هیوادونه مایوسه کوي.

دغه سناتوران همدرانګه وایي د عراق نه د ټولو امریکایي عسکرو وتلو هم په هغه هیواد کې ناوړه پایلې درلودې او د ولسمشر د دې پریکړې له مخې چې د افغانستان نه یې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو لپاره نیټه ټاکلې، دا به ګرانه شي چې معلومه شي مونږ هلته څه ډول بریالي کیږو.

د سیاسي چارو مبصر عبدالواحد فقیري چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې هم کار کړیدی، وایي چې د امریکایي عسکرو د شمیر لږوالی به د افغان امنیتي ځواکونو په موارل اغیزه وکړه خو هغه وایي هیڅ وخت هیوادونه د پردیو لخوا نه ساتل کیږي او دا مسؤلیت یواځې د هر هیواد په ولس پورې اړه لري.