نبیل: د افغانستان د دویم پړاو ټاکنې به په سوله یزه توگه ترسره شي.
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل د امریکا غږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې ولس ته ډاډگیرنه ورکړه چې د افغانستان د دویم پړاو ټاکنې به په سوله یزه توگه ترسره شي.
ښاغلی نبیل وایي طالبان د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د گډوډولو توان نه لري.
ښاغلي نبیل چې د رسنیو سره یې دا لومړنۍ ځانگړې مرکه ده، د مصونه ټاکنو د ترسره کیدو په اړه د اشنا رادیو د دري څانگې له همکار سید ظفرهاشمي سره په خبرو کې وایی چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ گډون د یو غښتلي حکومت د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.
هغه افغان ولس ته ډاډ ورکوي چې د هیواد امنیتي ځواکونه پوره بیدار دي او د ټاکنو امنیت نیولو ته ژمن دي.