پاکستاني طالبانو د اسلامي دولت د ډلې ملاتړ اعلان کړ او په منځني ختیځ کې يې د نورو وسله والو ډلو نه هم غوښتنه کړې ده چې سره یو ځای شي او د «د اسلامي خلافت» د جوړلو لپاره دې د اسلامي دولت د ډلې سره مرسته وکړي.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو د دغه دریځ په اړه د رایټرز خبرې آژانس ته په یو ایمیل کې خبر ورکړ.
خو د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې چې رسنیو ته استول شوی دی، د پاکستان د تحریک طالبانو د ډلې ویاند شاهد ویلي چې دوی د طالبانو مشر ملا عمر ته وفادار دي.
د پاکستاني د پوځ پخواني جنرال او د پوځي چارو کارپوه، طلعت مسعود د امریکا غږ د اردو څانګې سره په مرکې کې وویل چې د دغه اعلان هدف دا دی چې د پاکستان په حکومت فشار واچول شي.
طلعت مسعود وویل: «د دې مقصد دا دی چې غواړي ووايي چې دوی د اسلامي دولت د وسله والو سره ډیر نږدې دي او د یوې ایډیالوژۍ خلک دي.»
د پوځي چارو یو بل کارپوه، محمود شاه وايي چې په شمالي وزیرستان کې باید د پاکستان د پوځ عملیات بریالي شي تر څو پاکستاني طالبانو د دې نه راوګرځول شي چې خپله تروریستي شبکه وغځوي.
محمود شاه وویل: «د طالبان خلاف عملیات روان دي او دوی مجبور شول چې خپلې آډې خوشي کړي. اوس د دوی لپاره مشکله ده چې په خپلو کې هماهنګي ولري. خو دوی اوس هم د دې توان لري چې تروریستي بریدونه وکړي.»
پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان او ورسره نورو تړلو ډلو خلاف پوځي عملیات کوي.
پاکستاني طالبانو خپله اعلامیه په اردو، پښتو او عربي ژبو خپره کړې ده.