د زابل کندهار په لویه لاره د دیرش کسانو یرغمل کیدل

د رپوټونو له مخې همدا څو ورځې وړاندې، د زابل په شاه جوې ولسوالۍ کې، پولیسو په وسلو بار یو کانټينر چي سپکي او درنې وسلې پکښې وې، له دریو کسانو سره یو ځای ونیو، خو دا لا معلومه نه ده چې یرغمل نیوونکو د همدغه ګاډي د پرېښودو غوښتنه کړي که څنګه؟

رپوټونه دا هم وایي چې، یو شمېر مخ پټو وسله والو چې د افغان پوځ جامې یې اغوستې وې، د کابل-کندهار پر لویه لار دوه ګاډي ودرول او دغه کسان یې ترې ښکته او له ځان سره بوتلل.

د زابل والایت سرپرست والي محمد اشرف ناصري وايي چې د نامعلومو کسان لخوا د ایران نه راستنو شویو دیرش برمته شویو کسانو د لټون او خلاصون دپاره کوششونه روان دي او ډیر ژر به یو ښه خبر واورو.

ښاغلي ناصري دا خبرې د امریکاغږ آشنا راډیو خبریال عزیز الله پوپل سره مرکه کې کړیدي. دلته یې اوریدای شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د آشنا رادیو سره د زابل د سرپرست والي مرکه