ملګري ملتونه: د پناه غوښتوونکو لپاره ۲۰۱۵ خونړی کال دی

د بشر د حقوقو نړیواله اداره وايي چې روان ٢٠١٥ کال د هغو مهاجرو د پاره خونړی کال گرځیدلی چې د میدیترانې د بحیرې د لارې اروپا ته هجرت کوي. په دې بحیرې کې تازه خونړۍ پیښه د لیبیا نه ایټالیا ته د روانې کښتیو د غرقېدو اندېښنه ده چې په کې شاوخوا ۴۰۰ کسان سپاره وو.

د ایټالیا د ساحلي ځواکونو په وینا دوی په تېرو شاوخوا څلورو ورځو کې قریب ٧٠٠٠ مهاجرین د غرقیدو نه ژغورلي دي. چې په دې کې ۴٥٠ ماشومان دي.

. یوازې په دې یوه اوونۍ کې د میدیترانه په اوبو کې د افریقه نه را مهاجر شوو مړو شمیر ٥٠٠ نه اوړیدلی دی. په همدې اوبو کې تیر کال یوازې ۴٧ کسان غرق شوي وو.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې ای او ایم ویاند جول ملمین وایې چې د اپریل په میاشت کې تر دې دمه ٨٠٠٠ کسان په دغو اوبو کې د غرقیدو نه ژغورل شویدي. هغه وايي چې دې نه معلومیږي چې د کال ٢٠١٥ د انساني قاچاقو کاروبار خپل اوج ته رسیدلی دی.

هغه وايي "موږ وینو دغه لنډه موده کې چې څومره خلک د افریقا نه ایټالیا ته مهاجرت کوي، دا په تیر یو کال کې هم مثال نه لري، او همداراز د انساني تلفاتو اندازه هم د تیر کال د شمیر نه پنځه فیصده زیاته شوې ده. یوازې په دې یوه اوونۍ کې د میدیترانې په اوبو کې د افریقا نه را مهاجر شویو مړو شمېر ٥٠٠ نه اوړیدلی دی. په همدې اوبو کې تیر کال یوازې ۴٧ کسان غرق شوي وو."

میلمن وايي چې د لیبیا نه ایټالیا ته د مهاجرت کچه ډیره زیاته شوې او داندیښنه وړ ده، ځکه چې د مرگونو شمیر پکې زیات شویدی. هغه وايي چې په لیبیا کې وضعې د خرابۍ او نورو مشکلاتو له کبله خلک وطن پریښودو او سختو گاللو ته تیاریږي.

په لیبیا کې وضعې د خرابۍ او نورو مشکلاتو له کبله خلک وطن پریښودو او سختو گاللو ته تیاریږي

هغه زیاتوي"په دې کسانو کې هغه خلک ډیر دي چې د افریقا د لویدیزې برخې نه لیبیا ته د شاقه کارونو دپاره تللي . خو په لیبیا کې په مجموع او طرابلس کې په خاص ډول جرمونه او غلاگانې دومره زیاتې شویدي چې دغه مزدور کاره خلک په خپلو پیسو ویریږي او غواړي چې د اوبو دلارې یو امن ځای ته ووځي."

د مهاجرینو دپاره د ملگرو د عالي کمشنرۍ ریس وايي چې د ٢٠١۴ کال په اوږدو کې د شمالي افریقا نه د اوبو د لارې اروپا ته تلونکي ٣٥٠٠ کسان مړه شوي وو.

د بشر د حقوقو موسیسې ویره لري چې سږني کال کې به د مهاجر کېدونکو مړو شمېر د تیر کال نه هم پسې زیات وي، دوي په اروپايي ټولنې غږ کړیدی چې دغه عمل د زغملو وړ نه دی او باید چې یوه چاره ېې وشي.