د ترکیې د استانبول په ښار کې په یوې چاودنې کې چې باور دی، ځانمرګی به وی، تر لسو ډېر کسان وژل شوي دي. ډېر وژل شوي بهرنیان ښودل کیږي.
د جرمني چانسلرې انګلا مېرکل وویل شاید په وژل شویو کې د جرمني وګړي هم وي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال نعمان کرتلموس وايي چاودنه د سه شنبې په ورځ د استانبول یوې تاریخي سیمې ته نژدې شوې ده، ډېر سیلانیان د دغې سیمې لیدو ته ورځي.
نوموړي وویل د مشکوک ځانمرګي د بدن له پاتې شونې ښکاري چې هغه به یو سوریایي وي خو په اړه یې پلتنې روانې دي.
هغه دا خبره هم وکړه چې په ۱۵ ژوبل شویو کسانو کې یې د دوو حالت ښه نه دی.
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.