زاخیلوال:د افغانستان بې ثباتۍ پاکستان ته هم تاوان رسولی

پاکستان کې د افغانستان سفیر او پاکستان دپاره د ولسمشر اشرف غني خاص استازي ډاکټر عمر زاخیلوال ویلي دي چې افغانستان کې د بدامني له کبله پاکستان نه یوازې په امنیتي توگه بلکې په اقتصادي توگه هم ډیر تاوان لیدلی او څومره ژر چې افغانستان کې سوله راځي ،هومره د سیمې او پاکستان په خیر ده.

ډاکټر عمر زاخیلوال د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې ده د افغانستان د سفیر په توگه د کار د پیل سره سم د دواړو ملکونو او ولسونو ترمنځ موجودو غلط فهمیو د لرې کولو دپاره تماسونه نیولي،او تجارانو،ولسي استازو د تگ راتگ او کلتوري او سپورتي اړیکو د ودې دپاره ېې د ویزې اساني زیاته کړې.

ډاکټر زاخلیوال دا هم وايي چې افغانستان کې د پاکستان او پاکستان کې د افغانستان کوم تصویر چې خلکو ته د ناسمو معلوماتو او د مطبوعاتو د ناسم تفسیر په وجه ښودل کیږي؛ هغه تصویر سمول غواړي.