اندونیزیا غني ته د مرستو دوې تازه ژمنې وکړې

جمهور رئیس غني د چهارشنبې په ورځ د اندونیزیا د جمهور رئیس سره لیدنه کړې وه

اندونیزیا به سږکال په کابل کې د ۱۲۰ زرو ډالرو په ارزښت یو نوی روغتون جوړ کړي او دغه راز به افغان محصلینو لپاره ۱۰۰ بورسونه برابر کړي. دغه روغتون به په کابل کې د اندونیزیا د اسلامي مرکز څنګ کې جوړ شي.

د دغو مرستو اعلان اندونیزیا ته د افغانستان ولسمشر د سفر په مهال وشوه.

جمهور رئیس غني وویل کوشش کوي په افغانستان کې موجودو فرصتونو او ظرفیتونو ته د نړیوالو پام جلب کړي او د نړیوالو له ‌ذهن څخه په افغانستان کې د جګړو او شخړو انځور لری کړي.

د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به یو لوی روغتون او یو إسلامي مرکز جوړ کړي خو ددی ترڅنګ يي په ډیرو نورو برخو کې د همکاریو موافقې هم لاسلیک کړې.

جمهور رئیس غني نن( پنجشنبې د اپریل ۶) د اندونیزیا د سوداګرۍ خونو او تاجرانو په کوربه توب غوڼده کې په افغانستان کې د پانګې آچونې په فرصتونو خبرې وکړې. د اندونیزیا د صنایعو وزیر وویل، افغانستان د سیمې د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ښه فرصتونه لري او له دغو فرصتونو څخه باید د سوداګرۍ د ودې لپاره له ګډې همکارۍ ګټه واخیستل شي داسې ګډه او دوه اړخیزه همکاري چې له امله یې د دواړو هیوادونو ولسونو ته ګټه ورسیږي.

جمهو رئیس غني اندونیزیایي تاجرانو او پانګوالو ته په افغانستان کې شته فرصتونه تشریح کړل

جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه دا ظرفیت لري چې د سیمې هیوادونه سره وصل او سوداګریزه راکړه ورکړه او اقتصادي همکاري زیاته کړي. هغه وویل، مرکزي اسیا د افغانستان له لارې په اسانۍ سره کولای شي چې خپله انرژۍ، ګاز او نور توکي د جنوبي اسیا هیوادونو ته صادر کړي.

محمد اشرف غني وویل، حکومت یي کوښښ کوي د ترانزیتي ځانګړو او لویو لارو او اورګاډي کرښې په جوړولو سره د افغانستان او سیمې د هیوادونو تاجرانو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغانستان حکومت پدې باور دی چې د اورګاډي کرښې په جوړولو سره به چین او ایران د افغانستان له لارې سره ونښلول شي او همدارنګه تاجران به وکړې شي د افغانستان له لارې له ۵-۷ ورځو پورې خپل مالونه اروپا او نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د کرنیزسکتور، اوبو او انرژۍ، د کانونو د رااېستلو، د ځمکو د مدیریت، کور جوړولو سکتور او نورو برخو کې په افغانستان کې د پانګونې ګڼ فرصتونه په تفصیل سره د اندونیزیا تاجرانو ته تشریح کړل.