ناټو: افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالې بدل نشي

د ناټو سازمان وايي نه غواړي افغانستان یوځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي او ژمنه يي وکړه چې په افغانستان کې به خپل ماموریت کامیابوي. ددی سربیره، ناټو په ختیځه اروپا کې د روسیې د نظامي حضور په مقابل کې نوي اقدامات پیل کړي دي. د ناټو عمومي منشي وایي د روسیې په اړه اندیښمن دي خو سړه جګړه ورسره نه غواړي.

د ناټو په عمومي غوڼډه کې په دواړو مسلو تفصیلي خبرې وشوې: په توره بحیره کې د روسیې د نظامي حضور پراخیدو په اندیښنه او متقابل اقدام لپاره نوې ژمنې وشوې او د أفغانستان د ماموریت په دوام يي ټینګار وکړ. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي "د افغانستان وضعیت ستونزمن دی. مونږ ټول په أفغانستان کې د پاتې کیدو په مالي او ځاني زیان پوهیږو. خو که تری وځوو، بیا به تردی لوی زیان ووینو. که ناټو ژر ووتله نو مونږ أفغانستان د هرج و مرج د خطر سره مخ کوو او نړیوال ترهګر به پکې بیا ځای ونیسي".

یو پولنډې افسر وویل افغانستان او رمانیا باید مقایسه نشي. د ناټو یو شمیرقوماندانان وایي د ختیځې اروپا ماموریت د افغانستان د ماموریت سره باید پرتله نه شي. ددی افسرانو په باور افغانستان د جګړې ډګر دی خو رومانیا یو امن او اروپايي هیواد دی چې یوازی روزنیز ماموریت پکې ترسره کوي.

د روسیې د خطر له ویرې، ناټو غواړي د رومانیا د یوې لوا په تشکیل کې څلور زره سرتیري ځای پر ځای کړي. پدې کې د ناټو غړو هیوادونو عسکر شامل دي او په پام کې لري چې هغه نهه سوه امریکايي عسکر هم ورسره یوځای شي چې له پخوا په سیمې کې موجود دي.

د ناټو د سازمان رئیس وویل ناټو د خپلو سرحدونو په څنډو کې د روسیې د نظامي پوستواو مرکزونو په جوړولو ډیره اندیښمنه ده او چې کله روسان د نظامي تمرینونو خبره کوي، پدې اړه پوره وضاحت نه ورکوي.

خو روسیه ناټو پدې ملامتوي چې دا سازمان کوشش کوي روسیه محاصره کې وساتي او په ختیځه اروپا کې بی ثباتي رامنځ ته کړي. ناټو دا خبره ردوي. د تورې بحیرې په شاوخوا کې، رومانیې، بلغاریې او ترکیې چې د ناټو غړي دي، حضور لري او ګرجستان او اوکراین هم غواړي د دوئ سره ملګري شي.