د گواتیمالا اورغورزونکی غر
په گواتیمالا کې د یکشنبې په ورځ (جون درییمه) د فوییگو اورغورزونکي غره اورشیندنه پیل کړه
د فوییگو اورغورزونکي غره د فعالیدو وروسته د اتشفشان پر سر دود تر ٦٠٠٠ متره ارتفاع پورې اوچت شو
تر اوسه ددغې طبیعي پیښې په وجه ٧٥ تنه تلف شوي او نژدې ٢٠٠ تنه نور بې درکه شوي دي
ددغه اورغورزونکي غره شاوخوا سیمو اوسیدونکو ته ستر مالي تاوانونه اوښتې دي
پولیس او د ژغورنې عمله لا هم د قربانیانو په لټه کې دي او د مصیبت ځپلو د ژغورولو هڅه کوي
دغې پیښې په گواتیمالا کې شاوخوا ١،٧ میلیونه وگړي متاثر کړي دي
د اورغورزونکي غره ساحو ته نژدې شاوخوا ٣٠٠٠ کسان له خپلو کورونو نه امنو سیمو ته تللي دي
د گواتیمالا د پوځ سرتیرو د مصیب ځپلو سره د مرستې لپاره وردانگلي دي
حتی د اورغوزونکي غره له ساحې لرې سیمې هم پر ایرو او دوړو پوښل شوي دي