بشري حقونه: اسټرالیا دې د افغانستان د جنگي جنایاتو په اړه عدالت وکړي

د بشري حقونو د څار ډله د اسټرالیا د حکومت نه غواړي چې په افغانستان کې د جنگي جنایاتو په قضیو کې عدالت وکړي.

د بشري حقونو د څار ډله په یوې مقالې کې لیکي چې ځینې عسکر داسې چلند کوي چې ښیي دوي د قانون نه مصون وي. مقاله لیکي چې عسکرو ملکیان په یوې ډیرې ظالمانه مسابقې کې چې کوښښ یې کاوه د یو بل نه مخکې شي، وژلې دي. دغه ډول کارونه نوي گمارل شوو عسکرو د خپلې وړتیا د ثابتولو لپاره کړیدي.

د بشر د څار ډله لیکي چې وژل شوې کسان دښمنان نه خو ضعیفه مشران چې د اوړو اخیستلو لپاره په لار روان و او هغه کسان چې تور پرې ولگول شو، د اسټرالیا د لوړپوړي ځانگړې هوایي خدماتو عسکر وو.

د دغې پیښې په اړه تحقیقات روان دي. د فیرفیکس یو مطبوعاتي رپورټ وایي چې د ٢٠٠٦ کال نه واخله د ٢٠١٣ کال پورې دا ډول جنایات د اسټرالیا د ځانگړي هوایي ځواکونو لخوا په پرله پسې توگه شویدي.

د بشري حقونو د څار ډله د دغه ډول پیښو په اړه لیکي چې اسټرالیایي عسکرو یو مشر کس چې بې وسلې و، وویشته او یو بل عسکر بیا یو کس د گړنگ نه وغورځاوه او بیا یې پرې ډزې وکړلې.

دغه مقاله زیاتوي چې د جنوبي ویلز قاضي پاول بیریتان د دغو جنایتونو تحقیقات کوي. هغه کسان چې د دغو پیښو په اړه معلومات لري وایي چې دغه د تشدد سیالي وه او ککړ عسکرو دا ویره نه لرله چې محاکمه به شي.

مقاله لیکي چې هغه عسکر چې د شاهدۍ ورکولو لپاره یې خپل نومونه ورکړیدي هغوي ته د بدو عواقبو خبرداری ورکړل شویدی.

د بشري حقونو د څار ډله د اسټرالیا د حکومت نه غواي چې پدغه لړ کې دې بهتره اقدامات وکړي او د شاهدینو خوندیتوب دې یقیني کړي. د جنگي جنایاتو شفافه تحقیقات دې وشي او د مسول کسانو سره دې د قانون سره سم چلند وشي.