پوهنې وزارت ۳۰زره ښځینه قراردادي ښوونکې مقرروي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په کلیوالو سیمو کې زده‌کړو ته د نجونو د ښه لاسرسي په موخه د رسمي ښوونکو تر څنګ دېرش زره قراردادې ښځینه ښوونکي پر دندو ګوماري.

د دغه وزارت ویاندې نوریه نهضت چې نن د شنبې په ورځ د«لړم پر۲۶مه» یې په یوه خبرې ناسته کې خبرې کولې وویل چې دغه ښوونکې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د ملي برنامې په چوکاټ کې پر کار ګومارل کېږي.

افغان زده کوونکې

اغلې نهضت وايي، دغه قراردادي ښځینه ښوونکې به تر رتلونکې ۱۴۰۰ لمریز کال پورې، د ازادې سیالۍ له لارې مقررې شي:"باید ووایم چې دغه ښوونکي به زیاتره د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کلیوالو سیمو کې چې هلته ښځینه ښوونکو ته لاسرسی کم دی استخدام شي او د دې برنامې په پلي کېدو سره به د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونکو په توګه د ښځینه وو شمېر له ۳۳ سلنې څخه ۴۲ سلنې ته پورته شي."

د پوهنې وزارت د ویاندې په خبره چې دغه وزارت په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷کال کې پنځه زره ښوونکې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې مقررې کړي، چې لګښت یې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکول شوی.

اغلې نهضت وايي چې د راتلونکو کلونو لپاره هڅه کوي چې د خپلو پراختیایي مرستندویه همکارانو څخه د قراردادي ښځینه ښوونکو لپاره مرستې ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت د چارواکو په خبره چې دا مهال د افغانستان په ښوونځیو کې ۹.۴ میلیونه زده کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي، چې ۳۹ سلنه یې نجونې دي.

افغان زده کوونکې

دغه وزارت وايي چې په دې وروستیو کې یې زیات شمېر تړل شوي ښوونځي د قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانیستي، خو بیا هم شااوخوا ۵۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله بند دي چې په غزني او روزګان کې د جګړو له امله دا شمېره نوره هم لوړه شوې.