په هرات کې د داخلي بېځایه شویو خلکو ژوند

د ملگرو ملتونو د اعلامیې په بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ٣٥ زره کورنۍ چې ٢۴٥ زره کسان کیږي د وچکالۍ له وجې د خپلو سیمو پریښوده ته اړ شوي دي

په افغانستان د نړیوالو بنسټونو یو شمیر مسوًین خبرداری ورکوي چې د افغانستان په لویدیځ کې وچکالي په یو کړکیچ بدله شوې او کیدای شي یو لوی ناورین رامنځ ته کړي

د اورښت د کموالي، وچکالي او د څارویو د څر ځایونو د کمیدو په وجه د غور، بادغیس او حتی فاریاب په زرگونو کورنۍ اړې کړي چې هرات ته مخه کړي

د افغانستان په اکثرو سیمو کې د باران او واورو ډیر کموالی د سختې وچکالۍ سبب شوی چې نه یواځې یې کرهڼیزې ځمکې زیانمنې کړي بلکه زیات شمیر څاروي یې هم له منځه وړي دي
 

د هوا په سړیدو سره په دغو کیږدیو کې ماشومان د جدي گواښ سره مخامخ دي

په دغه کیږدۍ کې یوه میرمن په ډیرو ابتدایي وسایلو ډوډۍ پخوي

د افغانستان د کرڼې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په بنسټ په روان لمریز کال کې ددې هیواد ٢٢ ولایتونو لږ او ډیر د وچکالۍ سره مخامخ دي

د دغه کمپ په شاوخوا کې د ژمي یخه هوا او د ماشومانو لوبې

د هوا په سړیدو سره دغو خیمو کې ژوند هم سختیږي

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د وچکالۍ په وجه د افغانستان د نفوس ٣،٣ میلیونه وگړي د غذایي مصونیت له ستونزې سره مخامخ دي

د بادغیس، غور او د هرات ولایت د لیرې پرتو سیمو نه شاوخوا ٣٨ زره کورنۍ د هرات ښار ته کډه شوي دي

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو اداره وایي د ٢٠١٨ کال په ترڅ کې په افغانستان کې شاوخوا ٣٥٠ زره کسان په عمومي توگه د وچکالۍ له وجې بیځایه شوي دي