د ولسمشرۍ ټاکنې
په افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د تلې ۶ مه ورځ په پام کې نیول شوې ده.
د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره څه باندې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زرو رایې ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي.
د ټاکنو د امنیت لپاره "۷۲زره سرتیري" ګمارل شوي
د سنبلې په ۸ نیټه د دغه کمیسیون له مرکزي دفتر څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل شوې وه
یو شمیر شمالي ولایتونو کې روانو جګړو د کابل څخه څو ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو او غیر حساسو موادو لیږد د ستونزو سره مخ کړی دی.
ټاکل شوې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د تلې په شپږمه په ۴۹۰۰ ټاکنیزو محلونو کې ترسره شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له ۳ میلیونو زیاتو ښځو نوملیکنه کړې ده.
شاوخوا ۲۳ ولایتونو ته د ځمکې له لارې او پاتې نورو ته د هوا له لارې ټاکنیز مواد استول شوي دي.
د ناامنیو له کبله د رایې اچونې شاوخوا څلور سوه مرکزونه د ټاکنو په ورځ د بنیدلو د ګواښ سره مخ دي.
دغو ټاکنو ته اولس نوماندان ولاړ دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ کړي.
وسله والو طالبانو د دغو ټاکنو د ګډوډلو ګواښ کړی دی.