پخوانی معتاد او اوسنی رضاکار

Your browser doesn’t support HTML5

ځوان نعمان چې پخوا په نشه يي توکو روږدی وو، د کابل د جنګلک د معتادینو د درملنې په درې سوه بستریز روغتون کې تر درملنې وروسته اوس روغ شوی او له نورو معتادینو سره له اعتیاد د ژرغورنې په برخه کې مرسته کوي.

هغه وايي چې په لومړیو ورځو کې یې وضعیت ډېر خراب وو، خو اوس روغ دی او ښه احساس کوي.

نعمان وايي " ډاکټرانو اجازه راکړې چې لاړ شم، خو زه دلته په روغتون کې رضاکاره کار کوم او له نورو ناروغانو سره مرسته کوم."

دغه پخوانی معتاد وايي چې بې کارۍ او بد چاپیریال نشو ته اړ کړی و، چې نور به ورته مخه نه کړي.