د اونۍ انتخابي عکسونه
د ډنمارک په لولند ټاپو کې د لوپینوس ګلان
د المپیک لوبو ځنډېدو له کبله د ارجنټاین مشهور لامبوزن سیباسشن روزي په خپل کور کې د تمرین پر مهال
په اسراییل کې د عنقا مارغه د نسل پاللو او د ورکېدو مخنیوي په موخه دولت ګڼې پروژې عملي کوي
د یمن په پلازمینه صنعا کې د میوو مارکېټ
د مالیزیا لنګکاوي ټاپو ته څیرمه اوبو کې د روهنګیایي کډوالو ډکه کښتۍ
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د برقي سامانونو مارکیټ
په کلیفورنیا کې د موسیقی او هنر فیستوال
د امریکا د مینیسوټا ایالت په مینیاپولس ښار کې د کولمبس ویجاړه شوې مجسمه
د مکسیکو په ښار کې چیکو هدیره او د کروناویروس له کبله مړه شویو کسانو قبرونه
ګواتیمالا کې د وژل شوي ۵۶ کلن دومنیګو چاک په یاد کې مراسم. چاک د ځینو کسانو لخوا د جادو په تور ژوندی سوځول شوی و.