د بُست تاريخي کلا بیا رغول

Your browser doesn’t support HTML5

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هلمند کې د بُست تاريخي سيمي پنځه تاريخي ابدې له سره رغوي. په دغه ودانيو کې د علامه ابن حبان زيارت، د بُست څلی، د بُست کلا زېرخانې، د اوبو ‌ذخيره ځای او د شهيدانو زيارت شامل دي چې ټاکل شوې د ملي انکشاف شرکت له لورې به د اتو مياشتو په جريان کې ورغول شي.