د ۲۰۲۱ کال مهمې پيښې - د عکس په ژبه
جو بایډن د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰ نیټه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
د امریکا مشهورې هنرمندې، لیديګاګا د بایډن د لوړې مراسمو کې د امریکا ملي سرود زمزمه کړ.
د جنورۍ په شپږمه نیټه د پخوانی ولمسشر ډونالډ ټرمپ ځینې مینوالو د امریکا د کانګرس په ماڼۍ باندې برید وکړ.
د امریکا په کانګرس ودانۍ باندې د ټرمپ د پلویانو له برید وروسته د امریکا د متحده ایالتونو ملي ګارډ د واشنګټن ډي سي په ښار کې ځای پر ځای کړل شو.
د هند په پلازمینه کې د کرونا له کبله مړه شویو کسانو په ډله اییزه توګه سوځول
په چیلي کې د تدفین د ادارې یو کارکوونکي د کرونا له کبله مړه شویو کسانو ته تابوتونه لیږدوي
د کشمیر یوې لرې پرتې سیمې ته د واکسیناتورانو ډله واکسین لیږدويشمیر
د تکزاس پولې ته څیرمه د مرکزي امریکا څخه راتلونکي کډوال
د امریکا په تکزاس ایالت کې د هایتي یو کډوال د ښه ژوند په لټه کې
په کال ۲۰۲۱ کې له افریقا څخه اروپا ته ګڼ شمیر کډوال د مدیترانې سیند له لارې واووښتل
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ۲۰۲۱ کال کې ګڼې طبیعي پیښې رامنځته شوې چې پکې یوه یې هم د جرمني په فرانکفورت ښار کې د سختو سیلابونو پيښه وه.
د هسپانیې په کناري ټاپوګانو کې یوه سیمه د اورغورځوونکي په ایرو کې پټه شوې
په کال ۲۰۲۱ کې د یونان په لیمني ځنګل کې د اورلګیدنې ګڼې پیښې رامنځته شوې
د فیلين په باتانګاس ښار کې د اورغورځوونکي د فعالیت له کبله ګڼې سیمې د لاوا او ایرو لاندې شوې وې
طالبان د اګست په ۱۵مه نیټه د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له تیښتې وروسته د ریاست جمهورۍ ارګ ته ننوتل.
د قرغې بند - کابل ښار