قطر لپاره لابي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني قومندان څخه څیړنې کیږي 

امریکا کې د بروکینګز څېړنیز انستیتیوت، پخوانی امریکایي جنرال، جان الن چې ددغه انستیتیوت رئیس هم دی، د قطر د یوې لابي ګرۍ په کمپاین کې د رول لوبولو له کبله په اداري رخصتۍ لیږلی دی.

یوه ورځ مخکې له دغه اقدام څخه د اسوشییټډ پرس اژانس د یوې محکمې د اسنادو په اساس راپور ورکړی و چې د امریکا د څېړنو فدرال ادارې په دې وروستیو کې د ښاغلي الن الکترونیکي معلومات ضبط کړي دي.

ددغو اسنادو په اساس ښاغلی الن په کال ۲۰۱۷ کې چې کله د قطر او د دغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د یو دپلوماتیک بحران په حل کولو کې، د پردې تر شا د قطر لپاره لابي کړې ده.

ښاغلی الن چې د بروکنګز څېړنیز انستیتوت کې د رئیس په توګه ګمارل کیدو څخه مخکې یې افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشري په غاړه درلوده، تر اوسه په هیڅ جرم تورن شوی ندی او هر ډول سرغړونه یې رد کړې ده.

د بروکینګز ادارې د چهارشنبې په ورځ جون نمه (غبرګولي ۱۹) خپلو کارکوونکو ته لېږل شوي ایمیل کې ویلي چې پخپله دغه مرکز د کوم تحقیق لاندې ندی او له دې وروسته به د دغې ادارې اجرايوي مرستیال، تید ګییر د انستیتیوت مشري په غاړه لري.

د ایف بي آی د ادارې یو مامور ویلي چې (داسې د پام وړ شواهد شته چې ښيي ښاغلي الن په آګاهانه توګه د بهرنۍ لابي ګرۍ قانون مات کړی او ناسم اظهارات یې وړاندې کړي دي.

د دغې ادارې د اسنادو په اساس، ښاغلي الن باندې لګیدلو تورونو کې قطر ته د لوړپوړو مقاماتو سره کتنې او هغوی ته د امریکا په سیاست کې تاثیرګذارئ په اړه مشورې ورکول او د سپینې ماڼۍ او کانګرس د لوړپوړو مقاماتو ترمنځ د قطر لیدلوري ترویجول شامل دي.

قطر له یوې مودې راهیسې د برروکینګز انستیوت سره د مالي مرستو یو له سترو ملاتړو څخه ګڼل کیده خو دغه انستیتیوت ویلي چې په دې وروستیو کې یې له قطر څخه هر ډول مرستو اخیستل درولي دي.