افغانستان دوه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې

۱۵ اګست    
طالبان کابل ته ننوتل، غني له افغانستان څخه ووت   

۳۰ اګست   
امریکا افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورساوه   

۷ سپتمبر   
طالبانو خپله نوې کابینه اعلان کړه     

۱۷ سپتمبر    
ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ   

۱۸ اکتوبر   
زلمي خلیلزاد دنده پریښوده، تامس وسټ افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو   

۲۵ دسمبر   
طالبانو د افغانستان د ټاکنو کمیسیونونه منحل کړل    

۱۱ جنوري   
امیر خان متقي په ایران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره وکتل  
   

۲۳ جنوري   
د ناروې مرکز اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه چې پکې طالب استازو هم ګډون وکړ   

۲۶ فبروري  
کابل او سړو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پرانیستل شول  

۱۶ مارچ  
په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې 

۱۷ مۍ  
طالبانو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون لغوه کړ  

۲ اګست  
د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو  

سپتمبر ۳۰ 
کابل ښار دشت برچې کې د کاج په تعلیمي مرکز کې چاودنې لسګونه تنه مړه او ټپیان کړل 

۲۱ دسمبر 
طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو زده کړې تر امرثاني پورې بندې کړې.

۶ مارچ 
د کابل په ګډون سړو سیمو کې پوهنتونونه د میرمنو د ګډون پرته پیل شول 
 

۱۸ اپریل 
د نړۍ اوو سترو اقتصادونو په افغانستان کې میرمنو باندې د طالبانو لخوا لګول شویو بندیزونو لیرې کیدلو غوښتنه وکړه 

۲۸ اپریل 
ملګرو ملتونو په خپل نوي پریکړه لیک کې میرمنو باندې د طالبانو لخوا لګولو شویو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه وکړه 
 

۲۵ جون 
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل بیان کې وویل چې ژر به یې د حکومت قوانین راووځي چې «۱۰۰ فیصده به د شریعت په اساس » جوړ شوي‌ وي. 

۲۵ جولای
طالبانو افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر وکړ