د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د نښتو په اړه غبرګونونه

 په اسرائیل د حماس د توغندیو بریدونو څخه وروسته چې ویل کیږي شاوخوا ۷۰ تنه پکې وژل شوي، اسرائیلي ځواکونو د غزې په ښار هوایي بمبارۍ وکړلې. اسرائیل ويلي چې حماس به د دې برید له کبله "بې ساری" قیمت ادا کړي.
 

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره یې خبرې کړي او خپل ملاتړ یې ورته څرګند کړی.
ښاغلي بایډن په اسرائیل د حماس برید غندلی او هغه یې "په انساني کچې ناوړه غمیزه" یاده کړې.

سعودي عربستان د کویت، عراق، قطر او عمان په ګډون د سیمې د نورو هیوادونو د اعلامیې منعکس کړي‌دي‌ او ویلي چې پر اسرائیلو د حماس بریدونه د فلسطیني ولس د دوامدار اشغال او له خپلو مشروع حقونو څخه د محرومیت پایله ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزوف بوریل د شنبې په ورځ په اسرائیلو کې د حماس د بریدونو د غندلو پرمهال، د حماس له خوا د ملکي وګړو برمته کول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وبلله

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل:" موږ له فلسطین او اسرائیلو څخه غواړو چې سمدستي اوربند وکړي؛ له تاوتریخوالی څخه لاس واخلئ او د نړیوالې ټولنې په مرسته د یوې هراړخیزې، تلپاتې او اوږد مهاله سولې د رامنځ ته کولو په موخه د خبرو اترو بهیر پیل کړئ."


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې "د شنبې د ورځې جګړه د اسرائیلي صهیونیستانو له خوا د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د تر پښو لاندې کولو او د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو ته د پرله پسې سپکاوي او بې حرمتۍ له امله رامنځته شوې ده. " اعلامیې کې د فلسطین د خلکو ازادۍ او له خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت ددوی مشروع حق ګڼل شوې دی.‌

مصر چې له تاريخي پلوه د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی دی، د تاوتریخوالی د زیاتیدو د خطر د خبرداری په ترڅ کې له دواړو لورو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر، ایمن صفدي هم له خپل مصري سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړه ده

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر اسرائیلو د حماس بریدونه یو "ترهګریز" عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ویاند، ډیلان وایټ، هم د شنبې په ورځ " د خپل متحد اسرائیلو په وړاندې د حماس ډلې ترهګریز بریدونه وغندل."

متحده عربي اماراتو په یوې اعلامیې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو ډلو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي. په دې اعلاميه کې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د ملکي وګړو پر خوندیتوب د ټينګار په ترڅ کې د وروستي نښتو له ټولو قربانيانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د مراکش شاهي حکومت هم د غزې په تړانګه کې د وضعیت د خرابیدو په اړه د ژورې اندیښنې په ترڅ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دواړو غاړو پر ملکي وګړو بریدونه غندلي او د جګړې له ښکیلو ډلو یې غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي.
 

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت پر اسرائیلو باندې د حماس بریدونه، یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ویلي یې دي:"دا ثابتوي چې د فلسطینیانو لپاره د خپلو مشروع حقوقو د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره په هر ډول مقاومت دی."