غوره شوي عکسونه

د یکشنبې په سهار د بریتانیا د مهمو ورځپاڼو لومړي پاڼې، په سرطان د بریتانیا د ولیعهد د مېرمن کاترین (کیت) میډلټون د اخته کېدو خبرونو ته ځانګړې شوې وه

 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه میرمنه تر روژه ماتې مخکې د دعا په حال کې

د نوروز پر مهال په تهران کې د یو بازار انځور

په خوست کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون کې، یوه مور چې د خپل نوي زیږیدلي ماشوم لاس یې نیولی دی 

د پاریس په ښار کې د رستورانونو ګڼ شمېر کارکوونکو په خپلو کاري جامو کې "د قهوې سیالیو" په نوم لاریون کې برخه واخیستله

په پرتګال کې د موټرسایکل ځغلولو سیالي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ لیدنه

 د روسیې خلکو د مسکو ښار په لویدیځه برخه کې د کروکس تالار باندې د وسله وال برید د قربانیانو په یاد،‌ ددغه تالار مخې ته د ګلانو ګېډۍ کیښودلې. پر دغه تالار په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د چین په پلازمینه بیجینګ کې د موډ او فیشن اوونۍ

د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د کورنیو څارویو د نندارتون یوه څنډه

د اوکراین په کیف ښار کې یوه ډله ماشومان په دودیزو جامو کې د سندرې ویلو په حال کې

په نایجریا کې لمونځ کوونکي

په ایسلند کې د یو اورغورځونکې غر بیا فعالیدل

په هالنډ کې د غاټول ګل په کروندو کې د کار ځانګړي رباټ

په بدخشان کې د نجونو عالي لېسه چې اوس یوازې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکې د زده کړې اجازه لري