غوره شوي عکسونه

د ټایلنډي سيلانيانو يوه ډله په کابل ښار کې د سخي زيارت مخې ته د عکسونو اخیستلو په حال کې

د پاکستان په لاهور ښار کې په یوه کلیسا کې د ایستر یا مسیحي پاک اختر مراسم

په هند کې د اپوزیسیون ګوندونو په نوي‌ ډهلي کې د حکومت د یو مخالف ګوند د مشر د نیول کیدو او د هند د صدراعظم نریندرا مودي د حکومت پر کړنو د نیوکو په موخه لاریون وکړ

د چین په پلازمینه بیجینګ کې د موډ او فیشن اوونۍ

د اوکراین په پلازمینه کیف کې د مسیحیانو د ایستر یا پاک اختر مراسمو د نمانځنې یوه څنډه

په کالیفورنیا کې د مشهور هسپانوي سندرغاړې پیپ اګیلاره په کنسرټ کې د غواګانو پر شا د سپریدلو سیالي

د جرمني په ختیځ کې د ایستر یا پاک اختر د مراسمو نمانځنه

په هیروشیما کې د اټوم بم د چاودنې د ۷۸مې کلیزې د یادښت مراسم

د امريکا په ايداهو ايالت کې د الپاين په نامه د سکي ورزش سيالۍ

د امریکا په واشنګټن ایالت کې د ان بي اې باسکټبال د مشهورې سیالۍ په ترڅ کې د موسیقۍ او نڅا یوه څنډه

د نیپال په پلازمینه کټمندو کې یو ځایی هنرمند د هغه ماسکونو سره چې په یو دودیز فیسټیوال کې د نڅا لپاره کارول کیږي.

د متحده عربي اماراتو په العین کې د صنایعو په کلنۍ فیسټیوال کې دودیزه نڅا

 

د امریکا په باسټن ښار کې د نیو انګلینډ کارټون بنسټ له خوا د کارټون د مشهورو کرکټرونو د نندارې مراسم