متحده ایالات: د عراق د کوردستان د سیمې بریدونه په کلکه غندو

Department Spokesperson Tammy Bruce holds the daily press briefing at the U.S. Department of State in Washington, D.C., on March 6, 2025.

د امریکا متحده ایالاتو د عراق په شمال کې د کوردستان په نیمه خودمختاره سیمه کې د تیلو د تولید او استخراج پر ساحو باندې د بې پیلوټه الوتکو وروسي بریدونو په سختو الفاظو غندلي دي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې تمي بروس پرون د چارشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دغه بریدونه چې د جولای د ۱۴ مې راهیسې ترسره کېږي، د عراق ثبات او اقتصادي راتلونکې د ګواښ سره مخامخ کوي.

هغې داسې وویل: ،، د امریکا متحده ایالات د بې پیلوټه الوتکو بریدونه چې د جولای د ۱۴ مې نېټې راهیسې د عراقي کوردستان په سیمه کې کېږي او په لړ کې یې د تیلو د تولید او استخراج ساحې په نښه کېږي په سختو الفاظو غندي. دغه بریدونه د عراق اقتصادي آیندې او ثبات ته ګواښ پېښوي. د عراق حکومت مسولیت لري چې خپل د ټولو سیمو او اتباعو امنیت تامین کړي. ددغو بریدونو په لړ کې هغه نړیوالې کمپنۍ په نښه کېږي چې په عراق کې کار کوي او د عراق په راتلونکې کې پانګه اچونه کوي. د امریکا متحده ایالات د عراق په ګوټ ګوټ کې زمونږ ملګرو ته چې په عراق کې غواړي یو با ثباته، فډرالي او خپلواک دولت ایجاد کړي، ژمن دی.،،

د کوردستان د سیمه ایز حکومت چارواکي وايي چې د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي چې دا بریدونه د هغو سیمو څخه شوي دي چیري چې د ایران سره تړلې ملیشې په کښي نفوذ لري او د عراق د مرکزي حکومت څخه یې غوښتي دي چې ددغه راز تروریستي بریدونه مخه دې ونیسي.

تراوسه پورې هیڅ یوې ډلې رسما ددې بریدونو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.