د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فیلیپین د ولسمشر سره ویني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې مانۍ کې د فلیپین د ولسمشر کوربه دی

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د فیلیپین د ولسمشر فیردینناد مارکوس سره وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ به پر امنیتي مسایلو او سوداګرۍ باندې خبري وکړي په داسې حال کې چې دواړه هیوادونو غواړي چې د ارام سمندر په سمیه کې د جیو پولیتیکو بدلونو په درشل کې خپل مشترکات څرګند کړي.

مارکوس د جنوب ختیځې آسیا د سیمې لومړنی مشر دی چې ولسمشر ټرمپ یې خپل د جمهوري ریاست په دویمه دوره کې ویني. ولسمشر ټرمپ ددې وړاندې د فلیپین د دوو ملګرو هیوادونو، ویټنام او اندونیزیا سره د سوداګرۍ په برخه کې موافقې ته ورسید.

د چارو کارپوهان وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اوږدمهاله ملګرتیا ډیره ارزښتمنده ده په داسې حال کې چې چین په سیمه کې مخ پر قوي کیدو اقتصادي او نظامي دریځ غوره کړی دی.

ښاغلي مارکوس پرون د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع د چارو د وزیر پیت هیګست سره هم لیده کاته وکړل.ښاغلي مارکوس د ښاغلي روبیو سره د باندنیو چارو په وزارت کې د امریکا او فیلیپن ترمنځ د ټینګې ملګرتیا پر اهمیت ټینګار وکړ چې د آرام سمندر په سیمه کې د سولې او ثبات سبب ګرځي.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې تمي بروس وویل چې دواړوو خواوو د آرام سمندر په سیمه کې د تهدیدنو د دفع کولو دپاره پر خپل ګډ هوډ باندې تاکید وکړ او په سیمه کې یې د آزادو تحرکاتو او تجارت پر اهمیت یوځل بیا ټینګار وکړ.

میرمن بروس داسې وویل ،،د باندنیوچارو وزیر روبیو او ولسمشر مارکوس پر هغو هڅو بحث وکړ چې هدف یې د امریکا او فلیپین د مشترک سعادت وده ده چې په کښي د لوزان اقتصادي دهلیز په هکله خبرې هم شاملې وې چې څنګه د تجارت لارې لازیاتې پیاوړې شي چې دواړو هیوادونو ته د اقتصادي رشد لامل وګرځي.،،

دغه راز د امریکا ددفاع وزیر پیت هیګست هم پرون د دوشنبې په ورځ په پنټاګان کې د ښاغلي مارکوس کوربه توب وکړ او دواړو خواوو د امریکا او فلیپین ترمنځ دوه اړخیز دفاعي تړون ته خپله ژمنتیا یو ځل بیا تایید کړه او د ارام سمندر په سیمه کې یې پر ګډو امنیتي اندښنو باندې خبرې اترې وکړې او دغه راز یې د امریکا او فلیپین په ملګرتیا کې د وروستیوو پرمختګونو یادونه وکړه.،،

ښاغلي هیګست داسې وویل ،، زمونږ تاریخي ملګرتیا تر پخوا هر بل وخت نن ډیره اساسي او قوي ده. مونږ په ګډو خپل مینځ کې دفاعي تړون ته ژمن یوو او په دې تړون کې زمونږ ټولې قواووې تر پوښښ لاندې راځي چې په کښي زمونږ نظامي او ملکي بیړۍ ، زمونږ ساحلي ځواکونه او د ارام سمندر په سیمه کې او د چین د سویلي اوبو په سیمه کې زمونږ پوځي ځواکونه شامل دي.،،

ښاغلي هیګسټ وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د ارام سمندر سیمه په خپل لومړیتوب کې شامله کړې ده او دا چې امریکا به د فیلیپین او ورته ذهن لرونکو نورو هیوادونو سره په ګډه کار وکړي چې په سیمه کې د ولسمشر د زور په وسیله د سولې لید لوري ته کار وکړي.

امریکا او فلیپین د ۷ لسیزو متحدین دي.