ویټکاف: ولسمشر ټرمپ به په سپینه ماڼۍ کې د جګړې وروسته غزې په هکله جامع پلان وړاندې کړي

د سولې د ماموریتونو دپاره د امریکا ځانګړی استاځی سټیف ویټکاف وايي چې ولسمشر ټرمپ به د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوه غونډه دایره کړي چې د غزې دپاره د امریکا پر پلان بحث وکړي او په ترڅ کې به یې دا جوته شي چې د حماس او اسرایلو ترمنځ د جګړې وروسته غزه به څه ډول وي.

په غزه کې د حماس د ترهګرې ډلې او اسرایلو ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې پیل شوه.

ښاغلي ویټکاف چې د امریکا د فاکس خبري نیوز تلویزوني شبکې سره یې خبرې کولې، د سې شنبې په ورځ یې وویل چې ولسمشر ټرمپ به د هغه په وینا د یوې « سترې» غونډې مشري وکړي چې په لړ کې به یې» مونږ د غزې د جګړې وروسته دپاره یو جامع پلان سره ترتیب کړو«.

هغه داسې وویل ،، زه فکر کوم چې زیات شمیر خلک به… دا وویني چې دا پلان څومره قوي دی او څومره د ښه نیته دی او څنګه د ولسمشر ټرمپ د بشري انګیزو استاځیتوب کوي.،،

ویټکاف په دې هکله نور جزیات ورنکړل.

ولسمشر ټرمپ د وران کال په پيل کې وویل چې هغه غواړي چې امریکا د غزې کنټرول په لاس کې ونیسي او غواړي چې فلسطیني اوسیدونکي یې په داوطلب ډول نورو هیوادونو ته کډه شي ترڅو د غزې د سیمې د بیارغونې دپاره لاره هواره شي. اسرایلو ددغه نظریې سره موافقه څرګنده کړې خو د فلسطین ادارې او عربي هیوادونو بیا رد کړې ده.

ښاغلي ویټکاف د سې شنبې په ورځ دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ د اسرایلو د هغه هدف سره همږغی دی چې غواړي ټول یرغمل شوي کسان چې د حماس ترهګرې ډلې، پر اسرایلو باندې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر دمیاشتې د ۷ مې نېټې د یرغل راهیسې، په بند کې ساتلي د مزاکراتو له لارې آزاد شي.

ښاغلي ویټکاف وویل چې «دغه د ولسمشر ټرمپ رسمي دریځ دی» او د ولسمشر ټرمپ په مخکیني دریځ کې یې تغییر ته اشاره وکړه چې د سږکال په پیل کې یې درلودی کله چې ویټکاف هڅه وکړه چې د اسرایلو د اوربند په بدل کې یو شمیر یرغمل شوي کسان آزاد شي. ددواړو خواوو ترمنځ د اوربند او د ځینو یرغمل شویو کسانو د آزادایدو موافقه د مارچ په میاشت کې د دوو میاشتو پرځای پاته کېدو وروسته لغوه شوه.


امریکا د یرغمل شویو کسانو د آزادیدو پرسر د مزاکراتو څخه د جولای په میاشت کې ووته اوپه هغه وخت کې یې وویل چې حماس د اسرایلو سره د اوربند د رسیدو په مسله کې جدي کوښښ نه کوي.