امریکا څلور کسان چین ته د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ د غيرقانوني لېږد په تور نیولي

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې دوه امریکايي اتباع او دوه د چیني اتباع چې په متحدو ایالتونو کې استوګن وو، په دې تور نیول شوي چې په ګډه یې هڅه کړې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لپاره کارېدونکي پرمختللي NVIDIA ګرافیک پروسس واحدونه (GPUs) په غیرقانوني ډول چین ته ولېږدوي.

د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت څانګې مرستیال لوی څارنوال جان اې ایزنبرګ او د فلوریډا د مېدل سیمې لپاره د امریکا څارنوال ګریګوري کیهو دا اعلان کړی دی.

نیول شوي کسان امریکایي تبعه، ۳۴ کلن هون نینګه هو د فلوریډا اوسېدونکی، ۴۶ کلن برایان کرټیس رېمونډ، د امریکا تبعه د الاباما ایالت اوسېدونکی، ۳۸ کلن چام لي د چین تبعه، د کالیفورنیا

اوسېدونکی او ۴۵ کلن جینګ چن د چین تبعه او د زده‌کوونکو په ویزې په فلوریډا کې استوګن و.
چارواکي وايي چې هو او چن د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۱۹مه د فلوریډا په مېدل سیمې کې محکمې ته وړاندې کړل شول. رېمونډ په الاباما کې او لي په کالیفورنیا کې نیول شوي.

د عدلیې وزارت په وینا، تورنو کسانو په شعوري ډول د اسنادو په جعلکارۍ، جعلي قراردادونو او د چارواکو په تېر ایستلو سره هڅه کړې وه چې د امریکا د صادراتو له سختو کنټرولونو څخه تېر شي او پرمختللې ټکنالوژي چین ته انتقال کړي.

د ملي امنیت مرستیال لوی څارنوال جان ای ایزنبرګ وویل: "هغه تور چې پرون ښکاره شو، د جعلي اسنادو، جعلي قراردادونو جوړول او د امریکایي چارواکو د ګمراه کولو له لارې چین ته د Nvidia کنټرول شوي ګرافیک پروسسرونو د لیږدولو لپاره په قصدي او جعلي هڅه تورنوي."

د فلوریډا د مېدل سیمې د څارنوال په وینا، د قانون د تنفیذ ادارو په ګډو هڅو دغه کسان عدالت ته راکش کړل او “د امریکا ملي امنیت خوندي کولو ته ژمن یو.”

د فدرالي تورونو له مخې، چین غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال مشري ترلاسه کړي، او AI د خپل پوځي عصري کولو، د وسلو د پراختیا او پرمختللو څارګرو ټکنالوژیو لپاره وکاروي. همدې هدف ته د رسېدو لپاره چین د امریکا پرمختللې ټکنالوژۍ پسې ګرځي، په ځانګړي ډول NVIDIA A100، H100 او H200 GPUs.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت له ۲۰۲۲ کال راهیسې د دغو وسایلو په صادراتو د جواز سخت شرایط لګولي دي.

د څارنوالانو په وینا، تورنو کسانو د دې کار لپاره د چین له لوري ۳.۸۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړي وو.
امریکا غواړي هغه ۵۰ د NVIDIA H200 GPUs ضبط کړي چې په غیرقانوني صادراتو کې د کارېدو لپاره چمتو شوي وو.

فدرالي محکمې ته د وړاندې شوې قضیې بهیر روان دی، او که تورونه ثابت شي، تورن کسان به له سختو فدرالي جزاګانو سره مخ شي.