د امریکا متحدو ایالتونو د دوشنبې په ورځ (د نومبر۲۵) د نشه يي توکو د قاچاق یوه وینزویلايي ډله، چې ویل کیږي مشري یې ولسمشر نیکولاس مادورو کوي، د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه وپېژندله.
دا اقدام د متحدو ایالتونو حکومت ته اجازه ورکوي چې په دې (ډلې) اضافي بندیزونه ولګوي.
امریکا وايي چې مادورو د "کارټل ډي لوس سولیس" په نوم د نشه يي توکو د دې سازمان مشري کوي، او تر دې مخکې یې د هغه د نیول کېدو او محکومیت لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی و.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د نومبر په ۱۶ ویلي وو چې غواړي دا ډله د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوموي.
روبیو وویل هغه دې نتیجې ته ورسېد چې د کډوالۍ او تابعیت قانون په اساس "کافي حقایق" شته چې کارټل ډي لوس سولیس، چې کارټل اف د سنز هم بلل کیږي، د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوموي
د کډوالۍ او تابعیت قانون د هغو کسانو او ډلو پر وړاندې د اقدام اجازه ورکوي چې له ترهګرۍ سره تړلي فعالیتونه کوي.
روبیو وویل: "زه دغه سازمان او د هغه اړوند مستعار نومونه، د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۱۹ مادې له مخې د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نوموم."
امریکا په وروستیو میاشتو کې د سویلي امریکا یو شمېر د نشه يي توکو قاچاق کوونکي ډلې د "نارکو-ترهګرو" سازمانونو په توګه نومولي، په سویلي کارابین کې یې د پوځي کښتیو ځای پرځای کول زیات کړي، او په هغو کښتیو یې یو شمېر هوایي بریدونه کړي چې د نشه يي توکو د لېږدولو شک پرې کېده.
دا ټول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې ژمنې برخې دي چې په هېواد کې دننه د غیرقانوني نشه يي توکو د انتقال او قاچاق مخه نیسي.
یوې امریکایي محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د وینزویلا ولسمشر مادورو او څو نږدې متحدین یې د فدرالي تورونو لکه د نشه يي توکو ترهګرۍ او کوکاینو په واردولو تورن کړل. مادورو دا تورونه ردوي.