په سوریې کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي؛ ټرمپ د سخت انتقام خبرداری ورکړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په سوریې کې د دوو امریکایي سرتېرو او یو ژباړن په وژل کېدو خواشیني وښوده او د سخت انتقام اخیستو خبرداری یې ورکړ.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وايي چې د سوریې په پالمیرا کې دوه امریکايي سرتېري او یو ملکي ژباړن، چې هغه هم امریکايي تبعه و، وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «موږ د ددریو امریکایي وطنپالو، چې دوه یې سرتېري او یو یې ژباړن دي، په وژل کېدو ویر کوو. همدغه راز د دریو زخمیانو د رغېدو لپاره، چې دا اوس تائید شول ښه دي، دعا کوو. دا د سوریې په یوې خطرناکې سیمې کې چې بشپړ یې تر کنترول لاندې نه ده، په متحدو ایالتونو او سوریې باندې د داعش برید و. د سوریې ولسمشر احمد الشرع په دې برید سخت په غوسه او خواشینی دی. او د دې غچ به ډېر سخت وي.»

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسیټ د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې «هغه وحشي چې دا برید یې کړی و د همکارو ځواکونو له لوري ووژل شو».

پیټ هیګسیت د امریکا د جګړې وزارت د ویاند شان پارنل د ایکس یو پوسټ بیا خپور کړی او لیکلي دي « پرېږدئ چې ټول پوه شي، که تاسو امریایان په نښه کوی- د نړۍ په هرې سیمې کې- تاسو به خپل لنډ او له اضطراب څخه ډک ژوند په دې فکر تېروئ چې متحده ایالتونه به مو په نښه کوي، پیدا کوي او بې رحمانه به مو وژني.»

پارنل په خپل ایکس کې لیکلي دي چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

د سوریې دولتي اژانس سنا راپور ورکړی دی، چې دغه امریکایان د سوريي د ځواکونو سره په ګډو عملیاتو بوخت وو، چې برید پرې شوی.