د امریکا متحده ایالتونه او اسرائیل وایي چې د شنبې په ورځ یې پر ایران "لوی پوځي" برید پيل کړ.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د رژیم په وړاندې د لویو جنګي عملیاتو تایید وکړ او په داسې حال کې چې بریدونه روان وو له ایرانیانو یې وغوښتل چې "خپل حکومت په خپل واک کې واخلي".
هغه وویل: "لږ څه مخکې، پوځ په ایران کې پراخ جنګي عملیات پیل کړل. زموږ موخه دا ده چې د ایران د رژیم له لوري رامنځته کېدونکي عاجل ګواښونه له منځه یوسو، څو د امریکا خلک خوندي کړو. دا د یو ظالم او ډېر سخت رژیم خلک دي. د دوی ګواښوونکې اعمال په مستقیم ډول متحده ایالتونه، زموږ سرتېري، زموږ بهرنۍ اډې، او زموږ متحدین په ټوله نړۍ کې له خطر سره مخ کوي.
د ۴۷ کلونو لپاره، ایرانی رژیم د امریکا پر ضد د مرګ شعار ورکاوه او د وینو تویدو او خلکو د وژل کیدو نه ختمیدونکی کمپاین یې پیل کړی دی، چې هدف یې متحده ایالاتونه، زموږ ځواکونه، او بې ګناه خلک په ډیرو، ډیرو هیوادونو کې دي. د رژیم لومړني اقداماتو څخه یو په زور په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو ملاتړ و، او د ۴۴۴ ورځو لپاره یې امریکاییان نیولي وو. په ۱۹۸۳ کال کې، د ایران نیابتي ډلو په بیروت کې د مارین بارک پر اډې بمباري ترسره کړه چې ۲۴۱ امریکایي پوځي کسان ووژل شول. په ۲۰۰۰ م کال کې، هغوی پوهیدل او احتمالاً د یو ایس ایس کول پر برید کې هم ښکیل وو. ډیری خلک ووژل شول.
"د ایران ځواکونو په عراق کې په زرګونو امریکایي عسکر وژلي او ټپي کړي. د رژیم نیابتي ډلو په تیرو څو کلونو کې پر امریکایي ځواکونو چې په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي، د امریکا د سمندري او سوداګریز بیړیو او نړیوالو کښتیو پر ضد بې شمیره بریدونه کړي دي. دا یوه لوی ترهګریز بریدونه و، او موږ یې نور زغملی نه شو. له لبنان څخه تر یمن، سوریه او عراق پورې، رژیم د ترهګرو ډلې تجهیز، روزنه او تمویل کړې چې ځمکه یې په وینو او غوښو سره لړلې ده. او دا ایران وو چې د خپلې نیابتي ډلې، حماس، له لوري د اکتوبر په ۷مه د اسراییل پر ضد د ځورونکو بریدونو پلان یې وکړ، چې په کې د ۱,۰۰۰ څخه زیات بې ګناه خلک ووژل شول، چې ۴۶ امریکایان هم پکې وو، او ۱۲ د امریکا اتباع یې بندیان کړل.
دا وحشتناک وو، داسې څه چې نړۍ مخکې نه وو لیدلي. ایران د ترهګرۍ په نړیواله کچه لومړي نمبر دولت دی او په دې وروستیو کې یې په کوڅو کې د خپلو خلکو د اعتراضونو پر مهال د خپل هېواد د لسګونو زرو وګړو ژوند واخیست. د متحده ایالتونو په ځانګړي توګه زما د ادارې پالیسي تل دا وه چې دې ترهګر رژیم ته هیڅکله د اټومي وسلو درلودلو اجازه ورنه کړو.
زه بیا وایم. هغوی هیڅکله اټومي وسله نه شي درلودلای. دا هماغه وجه ده چې "د شپې څټک عملیاتو" کې، په تېر جون کې، موږ د رژیم د اټومي پروګرام له منځه یووړلو په فورډو، نتنز او اصفهان کې. د دې برید وروسته، موږ ورته خبرداری ورکړ، چې هېڅکله د اټومي وسلو تعقیبولو ته بیرته لاسرسی ونه مومي، او موږ بیا بیا هڅه وکړه چې د یو تړون لپاره هڅه وکړو. موږ هڅه وکړه. هغوی یوځل غوښتل دا وکړي. بل ځل یې بیا نه غوښتل دا وکړي. هغوی نه پوهیدل څه روان دي. هغوی یوازې غواړي بد چلند وازمويي. خو ایران هر فرصت رد کړ، لکه څنګه چې دا یې د کلونو او کلونو لپاره کړی. هغوی هر فرصت رد کړی چې د اټومي اهدافو څخه توبه وکړي، او موږ نور دا نشو زغملی.
ددې پر ځای هغوی د خپلو اتومي پروګرامونو د بیا رغولو هڅه وکړه او اوږد واټن ویشتونکی توغنديو جوړولو ته یې دوام ورکړچې اوس زموږ خورا ښه دوستانو او متحدانو ته په اروپا کې خطر پېښوي، زموږ ځواکونو ته هم چې په بهر کې ځای پر ځای شوي دي او ژر به دا د امریکا خاورې ته ورسیږي. یوازې تصور وکړئ چې که دا رژیم کله هم اتومي وسلې درلودلې وې، څومره به یې لا باجرته کړای وای او په حقیقت کې به یې هغه وسلې د خپل پیغام د رسولو دپاره د یوی وسیلې په توګه کارولې وې.
ددې دلایلو پر بنسټ د امریکا متحده ایالتونو پوځ لوي او روان عملیات پیل کړي دي تر څو دې شریر او افراطي دکتاتورۍ ته اجازه ورنکړي چې د امریکا او زموږ د ملي امنیت بنسټیزو ګټو ته ګواښ پېښ کړي. موږ به د دوی توغندي له منځه یوسو او د دوی د توغندیو صنعت به په بشپړه توګه له منځه یوسو. موږ به د دوی بحري ځواک له منځه یوسو. موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې د سیمې ترهګرې ملاتړې ډلې نور ددې توان ونلري چې سیمې او نړۍ بې ثباته کړي او زموږ د ځواکونو پر وړاندې بریدونه وکړي او نور به دوی په لاره کې د ښخو شویو بمونو څخه چې ځینې وخت ورته (IED)ویل کیږي، کار وا نه خلي ترڅو د ډېرو امریکایانو په شمول زرګونه خلک ووژني یا یې ټپي کړي. او موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې ایران اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.
دا پیغام ډیر ساده دی، دوی به هیڅکله اتومي وسلې ونه لري. دا رژیم به ژر زده کړي چې هیڅ څوک باید د امریکا د وسله والو ځواکونو د قوت او ځواکمنتیا سره مقابله ونه کړي. ما خپلې لومړی دورې کې زموږ پوځ جوړ او بیا جوړ کړ، او په نړۍ کې هیڅ پوځ داسې بشپړ خواک نلري لکه زموږ چې دی. زما اداره د هر ممکنه لارې نه کار اخلي او هڅه کوي سیمې کې زموږ پرسونل ته د خطر د کمولو لپاره کار وکړي، که څه هم، او زه دا خبره هسې بیځایه نه کوم، د ایران رژیم غواړي د امریکايي اتلانو ژوند ته خطر پېښ مړي او زیان ور ورسوي.
کیدای شي موږ ځاني تلفات ولرو، دا اکثره په جګړه کې پېښیږي، موږ دا کار د اوس لپاره نه کوو، موږ دا د راتلونکي لپاره کوو او دا یو عالی ماموریت دی. موږ د هر پوځي لپاره دعا کوو ځکه چې هغوی په بې ریا ډول خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې امریکایان او زموږ ماشومان هیڅکله د اتومي ایران لخوا تهدید نشي.
موږ خدای ته دعا کوو چې زموږ د ټولو اتلانو ساتنه وکړي چې د خطر سره مخ دي، او موږ باور لرو چې د هغه په مرسته به د وسله والو ځواکونو نارینه او ښځې به بریالي شي، چې په نړۍ کې تر ټولو قوي دي او هغوی به بریالي شي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب وسله والو ځواکونو او پولیسو ټولو غړو ته، زه نن شپه وایم چې تاسو باید خپلې وسلې کښته کړئ او بشپړ معافیت به ولرئ، که نه نو حتمي مرګ سره مخ یاست. نو خپل وسلې کښته کړئ، تاسو به په بشپړ ډول عادلانه معافیت ترلاسه کړئ، که نه نو حتمي مرګ به مو په برخه شي.
په اخر کې د ایران د ویاړلو خلکو ته زه نن شپه وایم چې ستاسو د آزادۍ وخت رسېدلی دی. ځانونه خوندي وساتئ، کور نه مه وځئ، په بهر کې ډېر خطر دی. بمونه به هر ځای لګیږی.کله چې موږ خپل کار پای ته ورسوو، حکومت به ستاسو وي. دا ممکن ستاسو یوازنې فرصت وي. د نسلونو راهیسې تاسو د امریکا مرسته غوښتله، خو هیڅ ولسمشر نه و چې هغه څه وکړي چې زه یې کوم. اوس تاسو یو ولسمشر لرئ چې هغه څه درکوي چې تاسو یې غواړئ. نو راځئ چې وګورو تاسو څنګه ځواب ورکوئ. امریکا د بی حده قوت او له منځه وړونکو ځواکونو سره ستاسو ملاتړ کوي. اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې تاسو د خپلې راتلونکي تقدیر کنترول ترلاسه کړئ او ویاړلې او بډایه راتلونکې ولرئ چې تاسو ته د لاسرسي وړ ده. دا د عمل وخت دی، مه پرېږدئ چې دا فرصت مو له لاسه ووځي.
خدای دې د امریکا د وسله والو ځواکونو نارینه او ښځې وساتي. خدای دې د امریکا متحده ایالتونه وساتي. او خدای دې تاسو ټولو ته برکت در په برخه کړي. مننه.