د ایران د انرژۍ په سکتور د بریدونو د ځنډولو سربیره د تیلو بیې لوړې شوي

پداسې حال کې چې په ایران باندې د متحدو ایالنونو او اسرائیل ګډو نظامي عملیاتو شدت اخیستی، د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې لوړې شوي او نړیوال سوداګریز مارکیټونه مخ په ټیټیدو دي.

که څه هم جمهور رئیس ټرمپ تیره ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکې اپریل میاشتې تر ۶ مې نیټې پورې د ایران د انرژۍ په سکتور بریدونه ځنډوي خو بیا هم پانګه وال اندیښمن دي. ټرمپ تر دې وړاندې ایران ته د جمعې تر ورځې د هرموز تنګي د پرانیستلو لپاره مهلت ورکړی و.


ټاکل شوې چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم په فرانسې کې په منځني ختیځ کې د جګړې په هکله خبرې اترې وکړي.


د نړۍ په بازارونو کې د برینټ خام تیل بیه دوه په سلو کې لوړ شوي و او د یو بیلر تیلو بیه ۱۱۰ ډالره ده. په عین حال کې د متحدو ایالتونو د نفتو د شاخص راتلونکې معاملې ( ویسټ ټکساز) دوه په سلو لوړې شوي و او د هر بیلر بیه ۹۶ ډالره ده.


د نړۍ اسهامو په مارکیټ کې د S&P ۵۰۰ او نسدک شاخصونه صفر عشاریه پنځه سلنه ټیټ شوي و او د Dow Jones Industrial Average بیا ۳۱۶ پواینټه کم شوی و.


د جمعې په ورځ د ونډو بازارونه داسې مهال ولویدل چې تیره ورځ د نسدک شاخص ۱۰ په سلو کې ټیټ شو. تیر ځل دا کار د اکټوبر په میاشت کې شوی و او د Dow شاخص هم د اصلاح کیدو محدودې ته نږدې شوی ځکه چې ۹ سلنې ټیټوالي ته نږدې شوی.

په عین حال کې د S&P شاخص د خپل پخواني ریکارډ څخه ۷ په سلو کې ټیټ شوی.
د پورونو اخیستو لپاره د ضمانت اندازه لوړه شوې او د مالیې وزارت د دوه کلن ضمانت نرخ چې د سود کچه پرې ټاکل کیږي، د ۴ سلنې څخه پورته تبادله کیده. د ډالرو بیه هم لوړه شوې..
سره لدې چې ټرمپ د ایران د انرژۍ په سکتور بریدونه ځنډولي خو پانګه وال لا هم اندیښمن دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم الثاني تیره ورځ د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس د مرستیال جې ډي ونس او د مالیې وزیر سکاټ بیسینټ سره په واشنګټن کې وکتل. قطري چارواکو ویلي چې دواړو خواوو د انرژۍ په ثبات او د نړۍ بازارونو ته د قطر څخه د طبیعي ګازو د عرضه کولو چارو په خوندي ساتلو غږیدلي دي.