امریکا او اسراییل په استانبول کې د اسراییلي قونسلګرۍ پر ودانۍ برید غندلی
Your browser doesn’t support HTML5
متحده ایالاتو او اسراییلو په کلکو ټکو سره هغه برید غندلی چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسراییلي قونسلګرۍ د ودانۍ پر وړاندې د درېیو وسلهوالو له لوري ترسره شو. چارواکي وایي یو بریدګر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، خو د بریدګرو هویت لا نه دی څرګند شوی.