ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه زرګونه افغانې ښځې او نجونې اغیزمنې کړي

afghan women

د افغانستان د جنډر همغږۍ ډله وايي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې نږدې ۵۰ زره افغانې ښځې او نجونې اغیزمنې کړې دي.

دغه ډله، چې د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ سازمان خپل فعالیتونه سرته رسوي وايي چې د کابل، خوست، کونړ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د ترسره شویو وروستیو سروې ګانو له مخې، جګړې شاوخوا ۹۰۰۰۰ خلک اغیزمن کړي دي، چې له ۵۲ سلنې څخه ډیر یا ۴۷۶۰۴ یې ښځې او نجونې دي.

د افغانستان د جندر د همغږۍ ډلې په راپور کې چې د جمعې په ورځ (د اپریل ۱۰مه) خپور شو د یوې افغانې ښځې له قوله ویلي "یوازینۍ ستونزه چې زموږ په ژوند کې شتون نه درلود جګړه وه. اوس موږ دا ستونزه لرو".

د افغانستان لپاره ملګروملتونو د ښځو د څانگې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن امریکا غږ ته ویلي:

"دوې باید په هغه بحران کې شاته پرینښودل شي چې دوی يې عامل نه دي."

دغې میرمنې زیاته کړې:"افغانې ښځې او نجونې د دې هېرې شوې جګړې د نه لیدو وړ تلفاتو له خطر سره مخ دي – دوئ د ژوند لپاره له هغو خدماتو ، آسانتیاوو او ملاتړ څه بې برخې کیږي چې دوئ ورته ډیره اړتیا لري."

راپور زیاتوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه، چې هوایی ، راکټي ، ډرون بریدونه او د ځمکنیو ځواکونو سره وسله والې نښتې پکې شاملې دي، د افغانستان لږترلږه ۱۰ ولایتونه اغیزمن کړي دي. د کابل په ګډون، کندهار، خوست، کنړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا اغیزمنې سیمې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پوځي شخړې، چې د فبروري په وروستیو کې پیل شوې، د افغانو ښځو اساسي خدماتو ته لاسرسی "سخت" اوکم کړی دی. راپور زیاتوي چې جګړې د ډیورند کرښې په اوږدو کې روغتیايي اسانتیاوو ته د افغانو ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی او حتی په دې اسانتیاوو کې د ښځینه روغتیايي کارکونکو د نشتوالي لامل شوی دی.

راپور زیاتوي، په کابل، خوست، کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې په ترسره شوې سروې کې، ۳۶ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې ښځې د طالبانو او پاکستان د جګړې پرمهال مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له خنډونو سره مخ وې.

د طالبانو او پاکستان جګړې پرافغان ښځو رواني اغېز هم کړی دی.د افغانستان د جنډرهمغږۍ ډلې په خپل راپور کې ویلي، افغان ښځو د پوځي شخړې په پایله کې د سختو رواني ستونزو سر مخ دي، چې پکې اضطراب، بې خوبۍ، د شور سره حساسیت شامل دي.

افغان میرمنې چې دا مهال د ډیرو محدودیتونو سره مخ دي دا ډول رواني فشارونه يې نورې هم اغیزمنوي.

د پاکستان سره د طالبانو د جګړې له امله د اغیزمنو شویو ښځو او نجونو وضعیت ته د رسیدو راپور، د ښځو په مشرۍ د ملاتړ سازمانونو او د مرستو په پلان جوړولو، پلي کولو او ارزولو کې ښځو ته د"فعال رول" ورکولو سپارښتنه کوي.

راپور دا وړاندیز هم کوي چې د پاکستان سره د طالبانو د جګړې له امله اغیزمنو شویو ښځو ته د لاسرسي د زیاتوالي لپاره، د محرم پرته او هغو میرمنولپاره چې د کورنۍ مشري پر غاړه لري باید ملاتړ زیات شي.