د اسراییل او لبنان ډیپلوماتان به د پنجشنبې په ورځ یوه اونۍ وروسته له هغه چې د حزب الله سره د اسرائیل په شخړه کې د لسو ورځو اوربند نافذ شو، په واشنګټن کې د خبرو اترو د نوي پړاو لپاره سره وګوري.
په دی لیدنه کې به د لبنان او اسرائیل د سفیرانو سربیره تمه کیږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د خبرو اترو په دې پړاو کې ګډون وکړي.
د امریکا لخوا د نومول شوې ترهګرې ډلې حزب الله سره چې پر اسراییلو راکټونه توغوي، د شپږو اونیو جګړه او په لبنان کې د اسراییلي ځواکونو له خوا هوایي بریدونه او ځمکني عملیات د اوس دپآره ځنډول شوي دي.
د اپریل په ۱۷مه نیټه لس ورځنی اوربند نافذ شو.
متحده ایالتونه به دا اونۍ، د اسراییلو او لبنان د استازو ترمنځ د خبرو کوربه وي او هغې ناستې ته به دوام ورکړي چې د دې میاشتې په پیل کې له لسیزو وروسته پکې د دواړو خواوو ترمنځ د لومړي ځل لپاره مستقیمې خبرې وشوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې د ورځې له خبرو اترو نه مخکې وویل چې دوی به د اسراییل او لبنان ترمنځ "مستقیمو او ښه نیت لرونکو خبرو اترو ته دوام ورکړي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خبرو په لومړي پړاو کې ویلي چې دا خبرې د یوه بهیر برخه ده.
د بهرنیو چارو وزیر وویل:
"دا فقط د یوې ورځې خبرو څخه ډیر څه دي . دا به وخت ونیسي، مګر موږ باور لرو چې دا د دې هڅې ارزښت لري او دا یوه تاریخي غونډه ده چې موږ یې د پیاوړي کولو هیله لرو."
د لبنان ولسمشر جوزف عون تېره اونۍ هیله څرګنده کړه چې په جګړې کې وقفه "دایمي موافقې" ته لاره هواروي.
ولسمشر عون ویلي:
"اوس، موږ ټول د یوې نوې مرحلې په درشل ولاړ یو: د انتقال هغه پړاو چې د اوربند او د دایمي تړونونو په لور لاره هواروي کوم چې زموږ د خلکو حقونه، زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا، او زموږ خلک د یو واحد ملت په توگه ساتي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خبرو اترو د مخه له لبنان څخه وغوښتل چې له اسراییلو سره د ایران ملاتړې وسله والې ډلې حزب الله د بې وسلې کولو لپاره کار وکړي.
شخړه د مارچ په دوهمه نیټه د حزب الله لخوا په اسراییلو د توغندیو په توغولو سره پیل شوه، چې امریکا او اسراییل د حزب الله په ملاتړ کونکي ایران باندې بریدونه وکړل.
لبناني چارواکي وايي چې په دې شخړه کې نږدې ۲۳۰۰ کسان وژل شوي او ۱.۲ میلیونه نور بې ځایه شوي دي. اسراییل وايي چې د مارچ راهیسې له حزب الله سره په شخړه کې ۱۵ سرتیري او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.