افغان ښځینه فوټبالرانې نړیوالو سیالیو کې گډون کوي
Your browser doesn’t support HTML5
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د قوانینو یو بدلون تصویب کړ چې افغان ښځینه فوټبالرانو ته به اجازه ورکړي چې د فیفا په رسمي نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
دا پریکړه هغو لوبغاړو ته به د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د گډون لاره هواره کړي چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان څخه وتلي.