د ټرمپ او شي لیدنه؛ هرمز تنګی، ایران او د نړیوالې انرژۍ راتلونکی
Your browser doesn’t support HTML5
لکه څنګه چې تمه کېده، ایران او د هرمز تنګی په بیجینګ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ د خبرو د لومړۍ ورځې له مهمو موضوعاتو څخه وو. سپینه ماڼۍ وایي دواړو مشرانو موافقه کړې چې دا ستراتیژیک سمندري مسیر باید د نړیوالې انرژۍ د ازاد جریان لپاره خلاص پاتې شي.