په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت یو لړ مراسم ترسره کېږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو پلازمېنه، واشنګټن ډي سي نن یکشنبې [مې په ۱۷مه] د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې کوربتوب کوي.
تنظیموونکو ویلي دا مراسم چې د "بیا ژمنې ۲۵۰" په نوم یادیږي، پر "ایمان، شکر او یووالي" تمرکز کوي څو ګډونوال دعا وکړي او د امریکا په تېر تاریخ او راتلونکي کې د دین پر رول فکر وکړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په سهار د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې یو پیغام خپور کړی، د غونډې تنظیموونکو ته د ښه وخت لرلو هیله کړې او زیاته کړې چې که کومې مرستې ته اړتیا وي نو دده سره دې اړیکه ونیول شي.
دا مراسم به د واشنګټن ډي سي په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ پیل او د ماښام تر ۶ بجو به دوام وکړي. مذهبي مشران په ځانګړې توګه د لویو عیسوي فرقو مشران به وینا وکړي.
ټاکل شوې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ویډیويي پیغام هم خپور شي او د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسیټ وینا وکړي.
دا غونډه د 'ازادۍ ۲۵۰' بنسټ له خوا رابلل شوې ده. دغه بنسټ د سپینې ماڼۍ لخوا ګمارل شوی چې د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د مراسمو او جشنونو د همغږۍ چارې پرمخ بوځي.
د نننۍ غونډې منتقدینو ویلي چې روان مراسم د ټولو امریکایانو د عقیدتي ځانګړنې ښکارندوی ندي.