د امریکا د سمندري ځواکونو سخت تمرینونه؛
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا سمندري ځواکونه، د نړۍ له هغو پوځي ځواکونو څخه بلل کېږي چې روزنه یې ډېره سخته، منظمه او ذهني فشار لرونکې ده. په دې روزنه کې نوي جذب شوي ځوانان د فزیکي تمرینونو، سخت نظم، ټیمي کار او ذهني مقاومت له جدي ازموینو تېرېږي، څو د سمندري ځواکونو د ماموریتونو لپاره چمتو شي.