اروپایي پارلمان: د طالبانو نوی جزايي قانون دې لغوه شي

Your browser doesn’t support HTML5

د اروپا پارلمان د طالبانو د حکومت د «محاکمو د جزایي اصولنامې» پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه قانون په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکه ځپنه نوره هم پراخوي. د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ په یوه پریکړه لیک کې دغه اصولنامه په کلکه وغندله او د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.