ونس: ټول امریکایان د ګډ راتلونکي لپاره کار کوي

د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د شنبې په ورځ، د جولای په ۴مه، د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وویل چې امریکایان، پرته له سیاسی باورونو او تمایلاتو څخه، یوازې د خپل هېواد د ګډ راتلونکي او ویاړ لپاره هڅه کوي.

وینس د نیویارک په ښار کې د امریکا د سمندری ځواکونو یوې غونډې ته وینا کې د امریکایانو د پخوانیو او اوسنیو نسلونو د خدمت او قربانۍ یادونه وکړه چې آزادي یې تضمین کړې او ویې ویل: "له ۲۵۰ کلونو وروسته، متحده ایالات تر هر وخت قوي دي او روښانه راتلونکی لري".

د ازادۍ د مشهورې مجسمې شاته بادبانې کښتۍ د هغه د وینا د ځای سره نږدې جهیل کې روانې وې، د ولسمشر مرستیال د ۵۰ هېوادونو خلکو او چارواکو نه مننه وکړه چې خپل ځواکونه یې د امریکا د خپلواکۍ جشن کې د ګډون لپاره واستول.

ونس وویل: "مونږ نن د خپلو متحدینو سره د امریکا بحري، هوايي او د متحده ایالاتو پوځي ځواک نړۍ ته وښود"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې دا هېواد "تل یو ریښتینی، ژوندې تمدن او خلک يې پر ځان متکي او ځانګړي دي."

د ۱۷۷۶ کال د جولای په ۴مه، د متحده ایالاتو ۱۳ مستعمرو د فلادلفیا د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک کړه، چې له بریتانوي امپراتورۍ څخه یې خپلواکي اعلان کړه. دا د امریکا په تاریخ کې یوه مهمه پیښه ګڼل کېږی.