د امریکا او ایران مذاکرات؛ د هرمز په تنګي کې بریدونه

د امریکا او ایران ترمنځ د روانو غیرو مستقیمو خبرو ترڅنګ، د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو تازه بریدونو یو ځل بیا د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړیدي.

قطر ایران تورن کړی چې د دغه هېواد د مایع طبیعي ګاز پر بېړۍ، «الرقیات»، یې د هرمز تنګي ته نږدې برید کړی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا برید د نړیوال سمندري تګ راتګ د امنیت پر ضد «نه منونکی برید» بللی او ویلي یې دي چې دوحه ایران د دې پېښې او د هغې د احتمالي پایلو قانوني مسئول ګڼي.

د راپورونو له مخې، د قطر دا مایع طبیعي ګاز لېږدوونکې بېړۍ، چې له رأس لفان بندر څخه یې بار پورته کړی و، د هرمز له تنګي د وتلو پر مهال د عمان ساحل ته نږدې په نښه شوه او اور یې واخیست.

په همدې حال کې، اکسیوس د دوو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي ښودل شوي راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران د دوشنبې په شپه لږ تر لږه دوه توغندي د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو توغولي دي. د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دوو بېړیو د پام وړ زیان لیدلی، خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او د امریکا د جګړې وزارت هم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

دا پېښې داسې مهال رامنځته شوې چې واشنګټن او تهران هڅه کوي د اټومي خبرو او سیمه‌ییز امنیت په اړه ډیپلوماتیک تماسونه روان وساتي. هرمز تنګی د انرژۍ نړیوالو بازارونو لپاره یو مهم سمندري مسیر ګڼل کېږي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په یوه خبري کنفرانس کې د ایران په جګړه کې د انقرې د نه ښکېلېدو ستاینه وکړه. ټرمپ وویل چې ښايي له اردوغان سره د ایران په اړه هم خبرې وکړي، خو زیاته یې کړه چې د خبرو ډېره برخه به پر سوداګرۍ وي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تر هغه چې ګواښونه دوام ولري، د وروستۍ هوکړې خبرې به پیل نه شي. هغه له واشنګټن غوښتي چې پر خپلې لاسلیک شوې ژمنې عمل وکړي.

په ورته وخت کې، د اسرائیل او لبنان پر پوله هم کړکېچ دوام لري. د امریکا په متحدو ایالتونو کې د اسرائیل سفیر ویلي چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د خبرو بل پړاو به د جولای پر ۱۴مه او ۱۵مه د ایټالیا په روم ښار کې ترسره شي.

یخیل لایتر ویلي چې اسرائیل په لبنان کې هېڅ ځمکنۍ ادعا نه لري، خو ټینګار یې کړی چې تر هغه چې د لبنان وسله‌وال ځواکونه ثابته نه کړي چې د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو بهیر پیل شوی، اسرائیلي ځواکونه به په سیمه کې پاتې وي.

په همدې حال کې، د لبنان د روغتیا وزارت ادعا کړې چې د دوشنبې په ورځ د اسرائیل د هوايي بریدونو له امله څلور کسان، د یوه ښوونځي د مدیر په ګډون، وژل شوي دي.

شنونکي وايي، د هرمز په تنګي کې وروستي بریدونه او د اسرائیل او لبنان پر پوله روان کړکېچ ښيي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت لا هم نازک دی. واشنګټن له یوې خوا هڅه کوي له ایران سره د اټومي خبرو لړۍ روانه وساتي، او له بلې خوا د اسرائیل او لبنان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو ملاتړ کوي؛ خو تازه امنیتي پېښې ښيي چې هره نوې پېښه کولای شي د سیمې پر ډیپلوماتیکو هڅو او نړیوالو انرژۍ بازارونو اغېز ولري.