۳.۷ میلیونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي خطر سره مخ دي او ویلي یې دي چې د خوړو نه خوندیتوب، ناروغۍ، بېوزلي او د بشري مرستو کمښت د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.