د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د ۲۰۲۷ کال د غنمو د حاصلاتو د خوندي کولو لپاره د کښت د موسم له پیلېدو مخکې د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې.
دغه سازمان وايي، د سرې د بیو لوړېدل د خوړو تولید، د خلکو معیشت او د خوړو د خوندیتوب لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.
په داسې حال کې چې بزګران د وروستیو څو کلونو تر ټولو ښه او هیله بښوونکي کرنیز فصل لپاره چمتووالی نیسي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د ۳۸.۳ میلیون امریکایي ډالرو مالي ملاتړ غوښتنه کړې.
دغه سازمان وايي که مرسته وشي تر ۶۰۰ زرو پورې کرنیزې کورنۍ به وکولای شي د ژمنیو غنمو د کرلو له موسم څخه مخکې سرې او د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په ناڅاپي ډول د سرې د بیو د لوړیدو علت د منځني ختیځ کړکېچ نه وروسته په نړیوالو بازارونو کې د ګډوډۍ رامنځته کیدل گڼي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادره وايي روان وضعیت د افغانستان د بزګرانو لپاره جدي اغېزې لرلی شي.
په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرنچارډ ویلي:
"د افغانستان بزګران دا فرصت لري چې د وچکالۍ له یوه سخت کال تېرولو وروسته ښه حاصل ترلاسه کړي، خو د سرې لوړې بیې ښايي ډېرې هغه کورنۍ له دې فرصته بې برخې کړي چې تر ټولو زیات ورته اړتیا لري. "
یاد سازمان وايي د مرستې لپاره د وخت ډېر محدود دی، که نن اقدام ونه شي، راتلونکی کال به د خوړو د تولید کمښت او د خلکو د اړتیاوو زیاتوالی لا لویې ستونزې رامنځته کړي.
د خوړو او کرنې سازمان وايي،" شواهد ښيي چې کله د غنمو اصلاح شوي تخمونه له کافي سرې سره یو ځای د ښو کرنیزو طریقو په کارولو وکرل شي، حاصلات تر ۳۲.۸ سلنې پورې زیاتېږي".
سازمان وايي،که د سپټمبر تر نیمایي پورې دغې ادارې ته اړین مالي ملاتړ برابر شي، بزګران به وکولای شي د کرنې د موسم له پیل څخه مخکې پر وخت باکیفیته تخمونه او سرې ترلاسه کړي. دا به د هغو زیانونو مخه ونیسي چې وروسته یې جبران ډېر ستونزمن یا ناشونی وي.
سازمان وايي، د سرې د بیو لوړېدل ښايي ډېر بزګران دې ته اړ کړي چې د سرې کارول کم کړي یا په کمه ځمکه کې کرنه وکړي، چې پایله به یې د حاصلاتو کمښت، د کورنیو لپاره د خوړو کمښت او د پورونو زیاتوالی وي.
د دې وضعیت اغېزې ښايي د هغو کورنیو لپاره لا سختې وي چې له مخکې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د ښځو په مشرۍ کورنۍ، راستنې شوې کورنۍ او هغه کلیوالي ټولنې چې د خوړو له
کمښت سره مخ دي، ځکه هغوی د لګښتونو له زیاتوالي او ناڅاپي ستونزو سره د مبارزې لپاره محدود توان لري.